ټولنه

دبريښنايي تذکرو پخواني کارکوونکي دجمهوررئيس له مرستيال سره وکتل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
دبريښنايي تذکرو يو زيات شميرپخوانيو کارکوونکو نن دجمهوررئيس له  دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او خپلې ستونزې يې طرحه کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دکتنې يو تن برخه وال  دبريښنايي تذکرو  دپخوانيو کارکوونکو په استازيتوب  خبرې وکړې  او  ويې ويل ؛  دغه کارکوونکي چې شمير يې ٣٢١ تنوته رسيږي  دآزادې  او شفافې سيالۍ له لارې دآزموينې  په ورکولوسره  په  ١٣٩٤ کال کې ددغه بهير دکار ترځنډيدو پورې درې کلونه دبريښنايي تذکرو په برخو کې کار کړى دى.
له دې امله  دبريښنايي تذکرو دويشلو دکار په بيا پيل سره  بايد دآزموينې له ورکولو پرته  په دغې اداره کې بيا استخدام شي .
د جمهوررئيس دويم مرستيال هم  له دوى سره  دکتنې له امله دمننې په ترڅ کې په ادارو کې داستخدام او دکار دوام  دقانون  اودقرارداد په متن پورې اړوند وباله  او ټينګار يې وکړ چې  ددوى  ستونزې او غوښتنې به  داړوندو ادارو  له لارې  په جديت سره وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته