سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

۴۰ میلیوني پوځ؛ د افغانستان ماشومان او لویان ټول له خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي

کابل، د وري ۲ مه، باختر

 تبصره

تاریخ ثابته کړې، چې افغانان د سر د پاسه سر نه مني او تل یې د خپل هېواد، خلکو، کلتور او دین څخه د دفاع په لاره کې قرباني ورکړې ده.

تازه د هېواد ختیځ او سویلي ګاونډي یو ځل بیا له افغانانو سره د ټکر هڅه کړې او یو شمېر لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي یې بې مسولیته خبرې کوي او د له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو په برخه کې ګامونه اخلي.

دوی ته باید وویل شي، چې افغانان د مینې، ورورولۍ پر مېلمه پالنې مشهور خلک دي او په اسانۍ تاوتریخوالي ته مخه نه کوي، خو که چا ورسره د تاوتریخوالي لاره غوره کړه، نو بیا تیری کوونکي تاوان کوي، ځکه تاریخ کې چې چا هم افغانستان ته راکتلي نو دلته له یو حیرانونکي حالت سره مخ شوي او داسې ځواب یې موندلی، چې بیا یې هېڅ کله کابل ته حتا په چکر سره د راتګ زړه نه دی کړی.

دا منم چې افغانان د پردیو جګړو او تېریو له امله شاته پاتې دي، خپلې وسلې نه لري او عصري ټکنالوژۍ کې خو بېخي کمزوري دي، خو ناسم ګاونډيان او په ټوله کې نړۍ باید پوه شي، چې افغانان یوه ځانګړې جذبه لري او د همدې جذبې پر اساس ان د په زانګو کې ماشوم هم دېته تیار دي، چې له کابل، جلال اباد، پېښور، کوټې، کندهار، هرات او مزار شریف څخه دفاع وکړي.

د ماشومانو سربېره ځوانان، پېغلې، مېرمنې، لویان هغه که مسلمانان دي، که سېکان دي او که هندوان، ټول چمتو دي، چې په قوي جذبې سره او کمو امکاناتو سره دښمن ته ځواب ورکړي.

نو ټولې نړۍ ته پکار ده، چې افغانانو سره پوځی مخامخېدل ځان کندې ته غورځول دي، ښه خبره دا ده، چې د سیاسي تعامل لاره وټاکي او له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته