کابل باخترد لړم د مياشتې ٦ :
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي ؛دوه ويشت تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت دترينکوټ ښار ته څيرمه دملي اردو دځواکونو دځپنده ګوزارونو له امله ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپانې په ليږلو سره ليکلي دي له نورو امنيتي او دفاعي ځواکونوسره د ګډو چاڼيزو ،يرغليزو اوتعرضي عملياتو له امله چې د افغانستان دسولې او آرامۍ ددښمنانو دځپلو په موخه د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ او د ترينکوټ ښار ته څيرمه ترسره شول له امله يې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ٨ تنه ټپيان او دطالبانو د يوه قاضي او د آى اس اى د يوه غړي په ګډون اته تنه نور ونيول شول.
دغه راز د ٢٠١ اتل قول اردو د قوماندانۍ عمليات دوام لري،.
1 1 دقیقه لوستل