ټولنه

په قندهار کې د کليوالي صنعت د پراختيا ملي پروګرام پيليږي

قندهار باخترد زمري د میاشتې ۴ مه
د قندهار د کليوالي صنعت د پراختيا ملي پروګرام مسول د دغه ولايت د والي له مرستيال سره وکتل او د دغه پروګرام په اړه يې معلومات ورکړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د کليوالي صنعت مسول هدف خان وويل چې د کليوالي صنعت د پراختیا يو کلن ملي پروګرام د کليو د پراختيا رياست تر چتر لاندي په ډنډ او ارغنداب ولسواليو کې د صنعتي پراختيا او عامه اګاهۍ په برخو کې کار کوي.
د زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به د کليوالو اړتياوې تشخيص او وروسته به د صنعت د پراختيا او عامه اګاهۍ لپاره کار وکړي.
د ده په وينا د ډنډ او ارغنداب ولسواليو ورسته به دغه پروګرام ټولو ولسواليو ته د پنځو کالو لپاره وغځوي.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منيب وويل چي د کليوالي خلکو د غوښتنو او اړتياوو تر تشخيص وروسته دې د هغوی د صنعت پراختيا او روزني ته خاصه توجه وشي.
منيب د کليوالي صنعت مسول ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ زياته کړه چې ولايتي اداره په دې هڅه کې ده چې خلکو ته نه يوازي کاري فرصتونه برابر کړي، بلکي داسي پروژې پلي کړي چي عملاً يې ولس ته ګټه ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته