کابل د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
د غزني د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو پرون د غزني د مرکز په اسفندي، نوغې او شهباز سیمو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو برېدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ