امنیت

په باميانوکې د نشه توکوڅلور تنه پلورونکي ونيول شول

باميان  باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د نشه يي توکو څلور تنه پلورونکي پرون په باميانو ولايت کې ونيول شول.
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې  مدير سمونوال نقيب الله باختر آژانس ته وويل: د نشه يي توکو څلورتنه پلورونکي د نشه توکو د پلورلو په وخت کې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: دغو قاچاق وړونکو  دغه نشه يي توکي له شيبر ولسوالۍ څخه د باميانو مرکز غندک سيمې ته ليږدول .
خبرځاى وويل: د دغې قضيې عاملين نيول شوي او څارنوالى ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته