سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی سبا په یو رسمي سفرهند ته ځي

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠ مه:
جمهوررئیس حامد کرزی د هند هېواد له چارواکو سره د لیدو کاتو په موخه، سبا  د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  دغه هېواد ته روانیږي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه موضوع د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي له باختر آژانس سره په یوه مرکه کې څرګنده کړه.
فیضي وویل چې دغه رسمي سفر د هند د صدراعظم په بلنه ترسره کیږي چې په ترڅ کې به یې د افغانستان جمهوررئیس د هند له صدراعظم من موهن سنګ، د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او د دغه هېواد له یو شمېرنورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو  ستراتیژیکو همکاریو د تړون په چوکاټ کې په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
ده زیاته کړه چې همدا راز دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی به د پونې په ښارکې د هند د سیمبایوسیس(Symbiosis) نړیوال پوهنتون لخوا د "هند د نړیوالو اړیکو او په آسیا او افریقاکې د انکشافي مشارکت" په نامه  په جوړ شوي کنفرانس ګډون وکړي او د دغه کنفرانس برخه والو ته به خپله وینا واوروي.
فیضي همدا راز وویل چې جمهوررئیس کرزی به د هند له یو شمېر سوداګرو، د تحقیقاتي مرکزونو له چارواکو او د یو شمېر هندي او نړیوالو رسنیو له استازو سره وګوري.
د جمهوررئیس ویاند وویل چې افغانستان او هند له یو بل سره پیاوړې تاریخي اړیکې لري او په تېرو دولسو کلونوکې هند په اقتصادي او بشري ډګرکې له افغانستان سره څه دپاسه دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
ایمل فیضي زیاته کړه: هند په سیمه کې له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد چې د برېښنا، کانونو، روغتیا، د افغان دیپلوماتانو او د ملي پولیسو د روزنې په برخوکې د افغانستان له دولت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
فیضي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د هېواد له جمهوررئیس سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست شاکرکارګر، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار وزیر یحیی معروفي او په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوررئیس سلاکار وزیر زلمی هېوادمل ملګرتیا کوي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته