امنیت

دپوليسو يو ترافيک دماين دچاودنې له امله ټپي شو .

کابل باختر د زمري ديارلسمه :
دپوليسو  يو ترافيک  نن سهار په ننګرهار ولايت کې په سړک کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله ټپي شو .
دننګرهار ولايت دمطبوعاتو مسوول احمد ضيا عبدالزي  دباختراژانس خبريال ته وويل، دپوليسو دغه ترافيک نن سهار دجلال ابادښار  ددويمې ناحيې په ساحه کې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپي شو او دروغتون ډاکترانو دده روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته