ټولنه

په ميدان وردګوکې سيلاوونو ويجاړتياوې وکړې

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د ميدان وردګو ولايت ځينې سيمې سيلاوونو لاندې کړې دي.
دغه سيلاوونه نن له غرمې وروسته را ووتل او همدا اوس د دغه ولايت ځينې سيمې يې لاندې کړې دي .
د سيمې د يوشمېر اوسيدونکو د څرګندونو له مخې: د دغو سيلاوونو له امله د سر زيان او مالي تاونونه اوښتي دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
دغه راز ويل کيږي چې په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو د ويجاړيدو له امله نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي .
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته د دغو سيلاوونو راوتل تاييدکړل.
ده د دغو سيلاوونو له امله د سر احتمالي زيان رد نه کړ، خو ويې ويل چې په دې باب څيړنې پيل شوې دې.
خوږياڼى وايي چې د ژغورنې او د مرستې رسولو ټيمونه له سلاو ځپلو سره د مرستې په خاطر تللي دي، خو زياتو مرستو او د ژغورنې زيات ځواک ته اړتيا ده .
د ميدان وردګو له ولايت څخه زموږ خبريال وايي چې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکي د دغه ولايت په ځينو سيموکې له سيلاو ځپلو سره مرستې ته دانګلي دي.
ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته