امنیت

شپږ ديرش تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل باختر دوري نولسمه :
شپږ ديرش تنه په ننګرهار ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول .
دغه کسان د ملي پوليسو او د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په بهير کې د ننګرهار ولايت له ځينو سيمو څخه ونيول شول .
د ننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نيول شويو کسانو د غلا،  شوکمارى، د نشه يي توکو د قاچاقو او انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده تاييد کړه چې دغه شپږ ديرش تنه د جلا جلا عملياتو او پلټنې په بهيرکې د دغه ولايت له ځينوسيموڅخه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته