ټولنه

د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د مسودې په باب خبرې وشوې

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٠
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت د افغانستان د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د مسودې په باب دخبرولپاره دويمه غونډه نن په کابل کې جوړه کړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د ځوانانو د ملي پرمختيا د ستراتيژۍ د مسودې په باب چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا برابره شوې ده؛ خبرې وشوې .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د دغې غونډې د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي د برابرې شوې ستراتيژۍ په راتلوونکو پنځو کلونو کې د هيواد د ځوانانو په ژوندکې هر اړخيز بدلون رامنځته کوي.
ده وويل چې دغه ستراتيژي به په هيوادکې د ځوانانو د ستونزو د څيړنې په خاطر د تطبيق وړ وي.
وروسته د دولتي بنسټونو او د بهرنيو موسسو استازو د دې ستراتيژۍ د مسودې په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته