کابل/ د زمري ۲۹مه/ باختر
د هسپانيې پاچا اعلیحضرت شپږم فلیپ او د سویډین پاچا اعلیحضرت کارل ګاسټف له لوري د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه رارسېدلي دي.
په دغو پیغامونو کې دوی د خپلو دولتونو او خلکو په استازیتوب جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې او افغانستان ته یې د تلپاتې سولې او هوساینې هیله کړې ده.
////////