امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دهېواد امنيتي ځواکونو په پرونيو ډار اچوونکو ضد  عملياتو کې اوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ،  بدخشان ، قندهار ، روزګان ، پکتيکا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اوولس تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول درې تنه ټپيان او دوه تنه نور يې دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته