سیاست

هرات ته دايټاليا ددفاع دوزير سفر ،

-کابل باختر د تلې لومړي:
په تيرو لسو کلونوکې دلومړي ځل لپاره دايټاليا يو ډير جګپوړى  دفاعي مقام دهرات ښار ته سفر وکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې: دايټاليا ددفاع وزير ددغه هېواد ديوشمير جګپوړو جنرالانو اوپه کابل کې دايټاليا دسفير په ملګرتيا دهرات ښار ته سفروکړ او دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره دکتنې په ترڅ کې يې ددغه ولايت پرمختګونه دستاينې وړ وبلل .
دايټاليا ددفاع وزير رابرته پينوتي دهرات له والي سره په کتنه کې اعلام وکړ چې هېواد يې دافغانستان دارزښتونو دساتنې ا وددغه هېواد دبيا جوړولو لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
  دهرات والي  په تيرو پنځلسو کلونوکې په دغه ولايت کې دايټاليا انکشافي او عمراني همکاريو له  امله قدرداني وکړه .
دهرات والي له تروريزم سره په مبارزه کې په دغه ولايت کې ددولت او دمسوولينو برياليتوبونو ته په اشارې سره  وويل چې دافغانستان خلک دنړيوال تروريزم په وړاندې جنګيږي له دې امله په افغانستان کې دتروريزم ځپل به په نړۍ کې دتروريزم دماتې پيلامه وي .
دهرات والي دتروريستانو دځپلو او دتروريزم داصلي سرچينو په توګه دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو  دځپلو په برخه کې  دايټاليا دهوايي پوځ دهمکارۍ ملاتړغوښتنه وکړه .
دايټاليا  ددفاع وزير هم  ددغه ټکي په اعلامولو سره چې هرات ښار ته يې سفرکړى دى چې توريستي  جاذبې او تاريخي اماکن يې وګوري وويل چې دهرات ښار ته زماسفر دامنيتي حالت دښه والي په موخه دى .
  ده وويل: ايټالياپه هرات ښار کې زياته پانګونه کړې ده او دهوايي ډګر دپراختيا ، دهرات ، جشت شريف واټ دپخولو او په نورو برخو کې خپلې ژمنې عملي کوي
ايټاليا  په تيرولسو کلونو کې  په هرات کې ددوه سوه لسو مليونو يورو پانګونه کړې ده او اوس ژمنه ده چې داوسپنې پټلۍ  هوايي ډګر ، دبايپس  سړک  او دهرات – چشت  شريف سړک په جوړولو او پخولو کې پانګونه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته