اقتصاد

د فراه رود بند د ډيزاين تفاهم ليک له يوپاکستاني شرکت سره لاسليک شو

کابل- باختر دکب دمياشتې  شپږمه :
د انرژي او اوبو وزارت له يوپاکستاني شرکت سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې، دغه شرکت تر راتلوونکو ١٨ پورې د فراه رود سيند دبند دتفصيلي ډيزاين کار بشپړوي  .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: د انرژي او اوبو وزير محمد اسمعيل ددغه تفاهم ليک، د لاسليک کولو په وخت کې وويل: دغه پروژه د فراه ولايت خلکو ته ډيره ارزښتناکه ده اوپه اقتصادي ګټې سربېره، په سيمه کې د امنيت په تامينولو کې هم خپل رول لري .
  د انرژي او اوبو وزير وويل: دغه بند د فراه ولايت د مرکز په يو سلو اتيا کيلومټرى واټن کې دى چې هغه ته به د يو اتيا مترو په لوړوالى يوکانکريټي ديوال جوړي چې په هغه کې د څه دپاسه يوملياردمتره مکعب اوبو د زيرمې ظرفيت په پام کې نيول شوى دى چې د فراه رود سيند د بريښنا د بند په جوړولو سره به څه دپاسه  اته شپيته زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړبه شي او څه دپاسه اته ويشت ميګاواټه بريښنا توليديږي چې د فراه ولايت اړتيا تر يوې اندازې پورې لرې کوي او يومليون تنو ته درکرکيلې زمينه برابريږي .
د انرژي او اوبو وزارت دمسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغه بند د ډيزاين لګښت څه دپاسه ٤ مليونه امريکايي ډالره اټکل شوى دى چې د دولت له بودجې څخه تمويليږي او کار به يې د پاکستان د نبسپاک کمپنۍ  له خوا په ١٨ مياشتو کې بشپړ شي .
  تفاهم ليک د انرژي او اوبو وزير محمداسمعيل او د نبسپاک کمپنۍ مسوول لاسليک کړ .
د انرژي او اوبو وزارت تراوسه پورې يو سلو يوولس ستر بندونه سروې کړې دي او په قسمي ډول ديو شمير بندونو دجوړولوکار پيل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوبو د منابعو يو بډاى هيواد بلل کيږي، خو د ځينو معذرتونو له مخې يواځې په دې بريالى شوى دى چې په سلوکې ديرش اوبه کنترول کړي او کله ناکله  له هغو څخه په نسبي ډول استفاده وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته