ټولنه

په باميانو کې په يوه اور لګيدنه کې ٢٢ تنه ټپيان شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٢ :
په  باميانو ولايت کې  تيره شپه  د ګازو د يوه ډبي د چاودنې له  املـــــه ٢٢ تنه  ټپيان شول.
دباميانو ولايت امنيه قوماندان محمدعلي لکزي دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ د باميانو ولايت په يوه هوټل کې د ګازو ديوه ډبي  د چاودنې  له   امله  دغه هوټل په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
دده د څرګندونوله مخې ؛ دغه چاودنه  د نوي سخي په  نامه د يوه هوټل د مسوولينو       او دکارکوونکو دبې احتياطي له امله رامنځته شوې ده  چې زياتره  ټپيان له  درملنې وروسته  له روغتون څخه رخصت شوي او پنځه تنه نور دباميانو په سيمه ييز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته