کابل باختر د ثور ٣١
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ديولړبريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ په سنګين ولسوالۍ کې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې چې د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شول؛ د طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغو ډيپوګانو څخه چې د لښکرګاه ښار ته څيرمه کشف شول؛ يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندکې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښاراو د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
ختم_ ج -اکرم
0 1 دقیقه لوستل