کابل باختر د چنګاښ ٢٠
شپاړلس تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې د کوماندو د ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار ددغه ولايت مرکز ترينکوټ ښار دلويې لارې په ګډون د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بريدونه وشول.
دهېواد په جنو ب کې دملي اردو د اتل قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې شپږ تنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
ويل کيږي په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ