ټولنه

په ميدان وردګو کې دکليوالي خويندو ادبي بهير پرانستل شو.

کابل باخترد وري دمياشتې ۹مه
د ميدان وردګو ولايت په مر کز ميدان ښار کې د کليوالو خويندو په نوم ادبي بهير په رسمي ډول پرانيستل شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شول ، د ميدان وردګو والي انجنير ځنډي ګل زماني خوښي څر ګنده ګړه چې د خويندو په نوم د يو ادبي بهير د پرانستې په مراسمو کې ګډون کوي او دا بهير يې د ادب په برخه کې او د خو يندو ترمينځ د نږدې والي لپاره يو لاس ته راوړنه وبلله.
د ښځو چارو ريسې وحيدې ښکلې خو ښي وښوده چې د لومړي ځل لپاره د کليوالو خويندو په نوم يو ادبي بهير پرانستل کيږي .
ښکلی وويل زمونږ ځينې فعاله خويندې د ناوړد دودونو او د عامه پوهاوي د نشتون له امله داسې غونډو کې له ګډون څخه منع کوي،هغې هيله مندي وښوده چې و به کولی شو چې د دې بهير پر مټ ناوړوه دودنو او نا خوالو ته دپای ټکی کيږدو.
د اطلاعاتو فرهنګ رياست په استازيتوب د دغه رياست د اطلاعاتو امر نجيب الله فکرمن وويل موږ د تاريخ په اوږدو کې د ميرمنو د شاعرۍ په برخه کې ښې لاس ته راوړنې لرو چې ښه بېلګه يې د ملالې ټپه ده.
له ويناو وروسته د محمودې تقوا په ښکلې غزل سره مشاعره پيل شوه چې تر لسو زياتو ښځو او څو تنو نارينه شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول د غونډې په اخر کې تکړه ليکوالې اوژورناليستې محمودې تقوا غونډه وارزوله هغې وويل چې د دې نوښت اغلې موسکا سايل کړی دی او دغه بهير به وروسته له دې د کليوالو خويندو د ادبي بهير په نوم ياديږي او په مياشت کې به يو ځل غونډه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته