امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په ډنډ غوري کې ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٧
په پلخمري ښار پورې اړوند د ډنډغوري په ساحه کې د ګډو پوځي عملياتو په دوام ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
دبغلان د والي وياند محمود حقمل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ډنډ غوري په ساحه کې د افغان ګډو پوځيانو د عملياتو په دوام اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د ډنډ غوري په ساحه کې اووه کلي  (لرخوى، صلح غنچه، وزير آباد، ده ګذر، نصرت آباد ، نو آباد او پادخواب) د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
حقمل زياته کړه چې په وژل شويوکسانوکې د قاري جمعه ګل او قاري بشير په نومونو د دوى دوه تنه قوماندان هم شامل دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: که څه هم په دغو سيموکې وسله والو مخالفينو مقاومت کړى دى؛ خو عمليات په برياليتوب سره پرمخ ځي او دغه عمليات به د بغلان په نورو سيموکې هم ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته