امنیت

د نامشروع اړيکو له امله د دووتنو وژل کيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د پکتيکا ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ کې يوه پلار خپله لور او بل ځوان د ناروا اړيکو په اړوند په ډزو سره ووژل .
د وژلې شوې نجلۍ د کورنۍ يوه غړي ويلي دي چې دغه پيښه پرون د مشي خيلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه: دغه ځوان د نجلۍ کورته ننوتى و چې په دې وخت کې د نجلۍ پلار هم کورته ننوت او دواړه يې په ډزو سره ووژل .
د سيمې يو قومي مشر د باختر آژانس خبريال ته وويل: وژل شوى ځوان د اومنې ولسوالۍ د ګينواوي د کلي اوسيدونکى سلاح خان و او د ځمکې په آمريت کې يې دنده لرله. خو امنيتي ځواکونه وايي چې د دغو دوو تنو مړي يې له پيښې دوه ورځې وروسته ترلاسه کړي دي او دهوا د تودوخې له امله د وژل شوي ځوان مړى فاسد شوى و.
د پکتيکا ولايت امنيه قوماندانۍ دغه پيښه تاييدکړې ده او تر اوسه پورې يې څوک د دغې پيښې په اړوند نه دي نيولي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه بله ښځه هم پرون په ښرنه ښارکې په مرموز ډول وژله شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته