خبرونهفرهنګ

د ازادى مطبعو د تصدى نوى مرستيال معرفي شو

٥٣- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن د ازادي مطبعو د تصدى مرستيال د دغه وزارت کارکوونکوته معرفي کړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه لومړى د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بشري منابعو رييس احمدضيا انوري د ازادي مطبعو د مرستيال په توګه د احمدفردين ضيايي د تاکنې په اړه د هېواد د جمهور رييس حکم ولوست.
وروسته پوهنيارې مصطفوي خبرې وکړې او د ازادى مطبعو د مرستيال په توګه د احمد فردين ضيايي د ټاکنې له امله يې مبارکي وويله او د افغانتورد رييس په توګه په پخوانى پست کې د هغه د خدمتونو قدرداني وکړه .
هغې دغه راز څرګنده کړه چې مطبعه د دولت او د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوه کليدي اداره ده چې د جګړو په کلونوکې زيات زيانونه ورته اوښتي دي اواساسي بدلونونو ته اړتيا لري .
پوهنيارې مصطفوي د يوځوان کارکوونکي په توګه د احمد فردين ضيايي ټاکنه يو نيک فال وباله اوهيله يې څرګنده کړه چې هغه په اړوندو چارو کې اغيزمن خدمتونه ترسره کړي اوهلې ځلې وکړي چې د هېواد د ښوونځيو کتابونه هم په ازادى مطبعو کې چاپ شي .
په همدې ترتيب په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکواستازي مامور احمدزى او د جنوب ختيځ زون د ولسي کمېسيون رييس ضيا الحق وزيرزى په خپلو خبرو کې د ازادى مطبعو نوي مرستيال د ټاکنې له امله مبارکي وويله او د چارو په اجرا کولو کې يې د هغه د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
د غونډې په پاى کې د ازادي مطبعو نوى مرستيال په دغه پست ګې د خپلې ټاکنې په خاطر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د دولت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له مشرتابه او د ازادى مطبعو د همکارانو په همکارى د دغه تصدى د چارو د ښه والي په لاره کې هلې ځلې کوي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته