امنیت

دفارياب ولايت په مربوطاتو کې طالبانو ته زيان واوښت .

کابل باختر دزمري نهمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول . 
دقيصار ولسوال باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه تيره شپه  دغې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونوپه کاروان دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته چې له امله يې څلور تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت   په غورماچ  ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور  طالبان ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې:  دفارياب ولايت پوليسو  نن  دوسايطو ضد درې ماينونه ددغه ولايت په المار ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړل .
  ويل کيږي چې وسله والو طالبانو دغه ماينونه  دملکي وګړو دوژنې لپاره په ساحه کې ځاى پرځاى کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته