کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون مازيګر ددغه ولايت په مربوطاتوکې د توغندي اويا ماينونه کشف او ترلاسه کړل.
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ماينونه چې د وسله والومخالفينو له خوا د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو په مقصد د باميانو ولايت دکهمرد ولسوالۍ په مربوطاتوکې پټ کړي شوي وو؛ دپوليسو له خوا کشف اوترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې: افغان امنيتي ځواکونو پرون په لغمان ولايت کې د دوه اتيا ملي متري توب لس ګولۍ ترلاسه کړي دي.
دغه ګولۍ د وسله والومخالفينوله خوا دلغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه ډپيوکې پټ کړى شوې وې چې دپوليسو له خوا کشف اوترلاسه شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ