ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د وږي  دويمه :
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې انجنیر علي محمد کاموي وفات شو.
انجنیر علي محمد کاموي د یوه مجاهد، یوه انجنیر او خیررسوونکي شخصیت په توګه هیواد او هیوادوالو ته د قدر وړ خدمتونه کړي دي. د کامې ولسوالي د سنګر کلي اوسیدونکو ته د برښنا بند جوړول او د کامې د سربند تعمیر د ده د ژوند دوه وروستي خدمتونه دي. د علي محمد کاموي وفات د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.
د مرحوم ورور ډاکتر عبدالمالک کاموي، د کورنۍ نورو غړیو، د ننګرهار خلکو او د هغه مرحوم ټولو دوستانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته