ټولنه

په کندزکې په سلګونو ښځې په حرفوي زده کړو بوختې شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
په کندز ولايت کې څه دپاسه ٤٧٠ ښځې تر فني او حرفوي زده کړو لاندې ونيولې شوې چې په راتلوونکې کې به له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ولاړې وي .
دکندز ولايت دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست مسوولين وايي چې په دې وروستيو وختوکې ٢٧٠ بيوزلې ميرمنې د خان آباد په ولسوالۍ او په کندز ښارکې د خياطۍ او د غالى اوبدلو د پروژو له لارې تر زده کړې لاندې نيولې شوې دي او دغه دوره تر شپږومياشتو پورې دوام مومي.
دکندز ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد ظاهر عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو پروژو هدف چې د هندوستان له خوا تمويليږي؛ په خپلو پښو د ښځو درول او په ټولنه کې د هغوى د رول تثبيتول دي.
هغه ښځې چې په دغه روزنيزو پروګرامونوکې شاملې دي؛ وايي: له هغو حرفو څخه په استفادې سره چې زده کوي يې؛ په راتلوونکې کې کولاى شي د خپلو بچيانو نفقه تامينه کړي او په ځان ډډه ولګوي.
يوه بې سرپرسته ميرمن مرضيه چې په خان آباد ولسوالۍ کې خياطي کوي؛ وايي: شپږ ماشومان لرم؛ ميړه مې درې کاله مخکې په ځانمرګي بريدکې ووژل شو، حيرانه پاتې وم چې د ژوندانه چارې څه ډول سمبالې کړم؟
دغې مور زياته کړه: دوه مياشتې کيږي چې خياطي زده کوم او زياتره ګنډنې مې زده کړې دي او کولاى شوم چې له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې لرې کړم او په راتلوونکې کې په ځان ډډه ولګوم.
د فني او حرفوي زده کړو بله برخه د خياطۍ ، غالى اوبدلو ، د موبايل ، کمپيوټر او د موټرو د ترميمولو، د نلونو د غځولو او د حلبي جوړولو په ګډون پروژوکې تر روزنې لاندې د ٢٠٠ تنوښځو او نارينه و نيول احتوا کوي .
دکندز ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو رييس وايي چې دغه پروژې د افغان او د جاپان د جايکا  او د آلمان د پرمختيايي همکاريو د جي آى زيټ ، د دفتر د موسسو په  همکارۍ عملي کيږي.
ده څرګنده کړه چې د روزنيزو دورو شاملانو ته د کار په بهيرکې يوه اندازه معاش هم ورکول کيږي چې له کورنيو سره يې مرسته وشي.
د کندز ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي چې د زده کړو په پاى کې هرې برخې ته په وړيا ډول د کار وسايل هم ورکول کيږي او هغوى له دغو وسايلو څخه په استفادې سره کولاى شي په ښارکې دوکان پرانيزي او له دې لارې د خپلې کورنۍ د ژوندانه چارې سمبالې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته