ورزش

روح الله نيکپاچين ته لاړ

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
روح الله نيکپا نن د نړۍ د تکواندوکارانو په ديارلسمه ستورى کې د ګډون په مقصد چين ته روان شو.
د المپيک د ملي کميټې د تکواندو فدراسيون رييس ضيا الحق بخشي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د چين په سوژوي ښارکې ترسره کيږي او هغه تکواندو کاران چې وکولاى شي په دغو سياليوکې معياري نمرې ترلاسه کړي؛ د ونډې له پام کې نيولو پرته د ٢٠١٦ م کال د المپيک په سياليوکې ګډون کوي .
خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې سفرکې له افغانستان څخه په نيکپا سربيره درې تنه د حکم اوښوونکي په توګه ګډون لري.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د تکواندو د څانګې د نړۍ د ٣٥ غوره ستورو ترمنځ د تکواندو د نړيوال فدراسيون له خوا د روان ميلادي کال د جولاى د مياشتې په ٤مه نيټه پيليږي او روح الله د جولاى دمياشتې په شپږمه نيټه لومړۍ لوبه ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته