امنیت

تاوتريخوالي ديوې ميرمنې حافظه واخيسته

کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :

په بغلان ولايت کې يوې ميرمنې  دکورنۍ تاوتريخوالي له امله خپله حافظه له لاسه ورکړه  او دخبرو وس نه لري .

دوه ويشت کلنه ميناګل  له زياتو وهلو ډبولو له امله اوس خپل شپږ مياشتنې ماشوم نه پيژنې او ميړه يي تښتيدلي دي.

دميناګل مور بي بي شرين باختراژانس ته ددغه ټکي   دڅرگندولو په ترڅ کې  وويل لوريي  يو نيم کال مخکي دبسم الله په نامه  له يو ځوان سره  ددواړو لورو په خوښه واده وکړ خو تل دخپل ميړه له خوا چي دجلګي ولسوالۍ دباسان دکلي اوسيدونکي دي وهل شوي  اوډبول شوي ده  داچې له واده څخه مخکي  روغه رمټه وه اوپه زياتو هيلو اوارمانونو سره يي دکورنۍ په جوړولو اقدام وکړ اوس نه شي کولاي چې خبري وکړي اوناسته ولاړه وکړي او آن خپل ماشوم يي هيرکړي دي .

دپلخمري  دولايتي روغتون  دجراحي دڅانګي موظف ډاکتر ميرويس واحدي ددغي ميرمنې مهمه اواساسي ستونزه دعصبي سيستم فلج اودلاسونو اوپښو فلج وباله  او ويي ويل  دغه نښي نښاني دهغي عصبي سيستم  ته زيات زيان درسيدو زيږنده دي .

دغه راز ددغي ښځي په سرکي دټپونو  نښي  چي په ښه ډول ښکاري هم يادونه وکړه .

ده زياته کړه يوه اووني  مخکي هم دنسرين په نامه يوه بله ميرمن چي دمرکزي بغلان دولسوالۍ اوسيدونکي ده دکورنۍ تاوتريخوالي له امله په خپل  سردکلندد ګوزار له امله سخت زيان ليدلي و چې په دغه روغتو ن کې له درملني وروسته دکابل دعلي اباد روغتون ته ليږدول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته