سیاست

دولتدارۍ ګډون سازمان لپاره د «ملي عمل پروګرام» د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٨ مه
د پرانستې دولتدارۍ نړیوال سازمان د ژمنو په رڼا کې د ملي عمل پروګرام څرنګوالي لپاره د همغږۍ لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې په عمومي ریاست کې ترسره شوه.
باخترآژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په دې غونډه کې، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د څارنې، ارزونې او تفتیش مرستیال سبحان رؤوف په مشرۍ او د دولتي ادارو د استازو په ګډون د چارو ادارې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه؛ په دې نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب پر اهمیت او څرنګوالي او په راتلونکي بهیر خبرې وشوې.
سبحان رؤوف وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت د ژمنو عملي کولو لپاره، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د څارنې، ارزونې او تفتیش معاونیت په چوکاټ کې د پرانستې دولتدارۍ سکرتریت جوړ شوی، څو له دولتي ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ، وکولای شوو د پرانستې دولتدارۍ نړیوال سازمان د ارزښتونو په پراخولو، څارنې او عملي کولو کې برخه واخلو.
هغه زیاته کړه: ددې سازمان غړیتوب ترلاسه کول په دولتي بنسټونو کې لازمو اصلاحاتو ته زمینه برابروي او همدا راز د دولت په اصلاحي پروګرامونو کې د هېوادوالو ګډون او د پرېکړو زمینه زیاتوي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د څارنې، ارزونې او تفتیش معاون څرګنده کړه: د پرانستې دولتدارۍ سازمان لپاره د ملي عمل پروګرام د مدني بنسټونو په حضور کې د ټولو شاملو لوریو پروسې له لارې طرحه او تطبیقېږي.
د ملي عمل پروګرام تطبیق او طرحه، د پرانستې دولتدارۍ د ګډون کوونکو غړو هېوادونو مسوولیت دی.
د ملي عمل پروګرام، د شفافیت لوړوالی، ځواب ویل، حساب ورکول، د هېوادوالو ځواکمنول، د برېښنایي حکومتوالۍ عامول، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابرول او د دولت په ټولو سکتورونو کې د فساد ضد مبارزه ځان کې رانغاړي.
په دغه پروګرام کې له ۵ تر ۱۵ اصلاحي ژمنې شاملې دي، چې د دوو کلونو لپاره طرحه او عملي کېږي.
د پرانستې دولتدارۍ ګډون سازمان په ۲۰۱۱ ز کال کې د برازیل، اندونیزیا، مکسیکو، ناروې، فلپین، سویلي افریقا، انګلستان او د امریکا متحده ایالتونو له لوري تاسیس شو، چې حاضر دمه یې د غړو شمېر ۷۰ هېوادونو ته رسېږي.
افغانستان د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۱۸ رسماً ددې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
د پرانستې دولتدارۍ سکرتریت په پام کې لري، چې اړوندو معلوماتو ته د هېوادوالو د لاسرسي اسانتیاوو لپاره د عمومي ګټې اخیستنې په موخه، ویب‌سایټ هم فعاله کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته