سیاست

جمهوررئیس غني د برتانیې د بین‌المللي انکشاف له وزیرې سره وکتل

کابل باختر د کب دمياشتې ٨ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د برتانیې د بین‌المللي انکشاف له وزیرې میرمن پریټي پټیل سره وکتل. دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ په مناسباتو، شته ظرفیتونو، د افغانستان په انکشاف او فساد سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې. میرمن پریټي پټیل وویل، د افغانستان او برتانیې اړیکې سټراټيژيکي دي او د دغه هېواد مرستې د افغانستان د خودکفايي په خاطر پر هغه څه چې د افغانستان حکومت ټینګار کوي، ترسره کېږي. هغې د اصلاحاتو او په ځانګړي ډول فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت اقدامات وستایل، ويې ویل، دغه اقدامات زموږ لپاره هیله بښوونکي دي. د برتانيې د بین‌المللي انکشاف وزیرې زیاته کړه: په افغانستان کې د خودکفايي نظر د دې لامل شوی دی، تر څو له دغه هېواد سره زموږ مرستې او ملاتړ دوام ومومي. جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د حکومتوالۍ په برخه کې ننګونو او فرصتونو، اقتصادي پیاوړتیا او د خدماتو د ښه‌والي په اړه خبرې وکړې او د برتانیې له حکومت او خلکو څخه یې د افغانستان له انکشاف څخه د ملاتړ په خاطر مننه وکړه. جمهوررئیس وویل: کومې مرستې چې د برتانیې د بین‌المللي انکشاف ادارې ((DFID له لارې افغانستان سره کېږي، په ځانګړي ډول د چارو او د بودجې د مدیریت د تنظیم په برخه کې د لمس وړ دي. په دغه کتنه کې چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي حضور درلود، د جمهوررئیس د خبرو په تائید یې وویل، د ملي بودجې له لارې افغانستان سره مرسته او د سرچینو ځانګړي کول‎ به د دې لامل شي چې د پخوا په پرتله اغیزناک خدمات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته