روغتیا

په لوګر ولايت کې کوچيانو ته کلينيک جوړيږي

-کابل باختر د لړم اوومه :
د لوګر ولايت په مرکز کې کوچيانو ته د خدمت لپاره يوه روغتيايي کلينيک نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رييسې ډاکترې  ثمر ګل ثمر  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل دغه روغتيايي کلينيک ديوه جريب دولتي ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې  په پاخه او اساسي  ډول د اته مليونو نهه سوه  زره افغانيو په لګښت دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه دلوګر ولايت دمرکز په حصارک  کلي کې په يوه کال کې جوړ شوى دى .
ددغه کلينيک  دپرانستلو په غونډه کې دلوګر  والي محمد حليم فدايي او امنيه قوماندان  او د ملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان هم ګډون کړى و .
  يوه اړونده خبرځاى وويل په همدې حال کې په کوچينانو پورې اړوند دوو نورو روغتيايي کلينيکونو ودانۍ  دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په مرکز کې ترکار لاندې دي چې په نږدې  راتلونکي کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته