امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي په فارياب کې ووژل شول

ميمنه باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
په فارياب ولايت کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړن نصرت الله  جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش او قيصار ولسواليو په مربوطاتوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: په دغو پيښوکې دوه تنه مخالفين ټپيان  شوي دي او د دښمن يو موټر له منځه تللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته