کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
څلور وسله وال طالبان په کاپيسا ولايت کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې پر پوځيانو يې بريدوکړ .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې ٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه قول اردو وويل چې طالبانو غوښتل پوځيانو ته د سر زيان واړوي خوبريالي نه شول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ