کابل باختر د تلې ۱۸
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون مازیګر په فراه ولایت کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان په یو سراچه موټر کې سپاره وو چې ددغه ولایت د پشت رود ولسوالۍد اب سوراخ په کلي کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو له خوا پرې برید وشو او ووژل شول .
ده زیاته کړه چې په دغه برید کې د ډار اچوونکو د سپرلۍ موټر لمنځه تللی دی .سعیده