امنیت

د ماینونو د چاودنې له امله ۹ تنو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل باختر د تلې ۲۱ مه
د پکتیکا ولایت په ارګون او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې له امله د دریو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې وسله وال طالبان په لویو لاروکې ماینونه ځای پرځای کوي چې له امله يې زیات شمېر ملکي وګړي قرباني کېږي.
سرچینه زیاتوي چې دغو ماینونو پرون په ملکي وګړو چاودنه کړې چې پر مهال یې څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته