پيښور ډي ډان باختر د غبرګولي د مياشتې ١٩:
په خيبر ايجنسۍ کې نن د پاکستان دجنګي الوتکو په بريدونوکې١٢ مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
په هغې وينا کې چې دپاکستان د دفاع وزارت له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: په دغو بريدونوکې چې نن سهارپه لومړيو وختوکې ترسره شول؛ دمليشو دځينو مشهورو قوماندانانو په ګډون١٢ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
دغه راز د پاکستان پوځيانو په تيرا وادي کې دهغو تروريستانو پرخلاف چې ددغه ځاى په بېلابېلو سيموکې پټ شوي دي؛ د خيبر عمليات او دوه نور پوځي عمليات ترسره کړل.
پرون هم دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د هوايي بريدونوله امله ١٩ تنه مليشه طالبان وژل شوي وو.
0 کمتر از یک دقیقه