امنیت

دافغانستان په ختيځ کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره ددريو تنو نيول کيدل

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
درې تنه له يوې اندازې نشه يي توکوسره دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغوکسانو غوښتل چې پنځه څلويښت کيلوګرام چرس پاکستان ته قاچاق کړي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين  مشرقي وال  دباختراژانس خبريال ته وويل چې پنځه څلويښت کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي
ده وويل چې نيول شويوکسانو  دنشه يي توکو انډې  په مهارت سره په يوه پرادو ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي و .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا