جهان

د اعدام له سزا څخه د پاکستان دفاع

اسلام آباد – دى دان – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي په دغه هيوادکې په مجازاتو د انتقاد په ردولو سره وويل چې اعدام به د دغه هيواد د اساسي قانون له مخې دوام ومومي.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چې د دغه هيواد په پارلمان کې يې خبرې کولې؛ وويل چې ډير ژر به د يو شمېر هيوادونو او د اروپا اتحاديې ته ليکونه وليږلي او له هغوى څخه به وغواړي چې د پاکستان د اساسي قانون درناوى وکړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې پاکستان د ديموکراسۍ او د قانون حکومت درناوي کوي، خو د اعدام سزا د دغه هيواد په اساسي قانون کې قانوني دى او بايد د نورو له خوا يې هم درناوى وشي.
ده وويل چې د اعدام مجازات د مخنيوي د عامل په توګه کارول کيږي او د هغو بيا پيل او عملي کيدو آوازې راپارولې دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا