سیاست

متن سخنرانی محمداشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم بزرگداشت از مقام شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی و مواظبت از خانواده‎های معظم آنان

کابل ۲۰جدی باختر
خانواده‎های بسیار محترم شهدای اردوی ملی افغانستان -افتخار این ملت- سربازان عزیز، بریدملان محترم، افسران گرامی، جنرالان محترم، وزرای محترم کابینه، جناب لوی درستیز، جناب وزیرصاحب دفاع، جناب رئیس صاحب شورای علما و عالی قدر محترم جناب مسلمیار صاحب.
اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
مونږ نن په خپلو سربازانو ویاړ کوو، په هغه قهرمانانو ویاړو چې د وطن د ساتنې، د وطن د استقلال او د خلکو د حفاظت لپاره له سرونو تیر شوي او د شهادت عظیم مقام یې ګټلی دی. خدای (ج) دې جنتونه ورکړي او کورني ته يې عظیم صبر غواړو.
اردو يو بنسټ نه ده، اردو یوه کورنۍ ده او د هر شهید پالنه او د هر زخمی ساتل د ټول اردو او خاصتا زما دنده او وظیفه ده.
د دوی قرباني د یوه کلي، ولایت او یا یوه نسل لپاره نه وه. دوی ځکه ایثار او شهادت ته حاضر شول چې په دې باوري وو چې افغانستان د لسیزو له بحرانه وتلای شي او د دوی بچي، لمسي، کړوسي او پردي به په دې وطن کې په هوساینه، وحدت، او ویاړ باندې ژوند وکړي.
مننه شهیدانو! مننه سربازانو! مننه بریدملانو! مننه جنرالانو!
زه د ټول ولس او د دولت په نمایندګي او د مسلح قواو د اعلی سر قومندان په حیث له دوی او د دوی له محترمو کورنیو او د اردو او پولیسو او ملی امنیت له ټولو منسوبینو نه د زړه له کومي مننه کوم.
دوی ته د کورونو هدیه یو کوچنی ګام دی ځکه سلګونه نورې کورنۍ هم د دې مستحقې دي.
این تعهد من است که در برنامه‎ای خانه‎سازی سه‎سال آینده، خانواده‎های شهدای قوای دفاعی و امنیتی ما در اولویت قرار خواهند داشت. اول شما، بعد تمام ملکی ها!
این چهارده باب آپارتمان که امروز به مستحقین سپرده شد، به مثابه‏ای مرحله اول این برنامه بزرگ است.
د عسکرو، بریدملانو او د وطن د ټولو ساتونکو چې د وطن په غرونو او دښتو کې د ولس او هیواد د دفاع په سنګرونو کې پراته دي، پالنه او ساتنه زما مهم ترینه وجیبه ده، د دې پالنې او ساتنې لپاره ځینې بنیادي تغیرات په دې دوه کلونو کې راغلي دي؛ مثلآ د دفاع وزارت د تدارکاتو کمېسیون ته مې شخصآ خاصه توجه کړې ده. په وزارت دفاع  کې په تیرو شپږو میاشتو کې اوه سوه کسان تبدیل شوي دي، چې له درې کلونه دیرتر په دې وظایفو بوخت وو. او نور کار ته هم ضرورت دی ځکه چې فساد د دې باعث ګرځي چې تلفات زیات شي، او هغه فساد چې د تلفاتو د زیاتيدلو باعث ګرځي زما د منلو وړ نه ده، د اردو د سربازانو د منلو وړ نه ده او د وطنوالو د منلو وړ نه ده.
لازم است در عالم اسباب تمام آن اقدامات را درنظر بگیریم که در کاهش تلفات کمک می‏کند.
هفته گذشته در جلسه سرقوماندانی اعلی که در آن وزرای محترم دفاع، داخله و دیگران نیز شرکت داشتند، روی موضوع جلوگیری هر چه بیشتر از تلفات بحث همه‌جانبه شد و تصامیم گرفته شد؛ مثلآ اگر عساکر کلاه و البسه و سایر تجهیزات مورد ضرورت خود را به کار نبرند احتمال تلفات افزایش می‏یابد، بنابرین هدایت دادم که به تجهیز نیروهای دفاعی و امنیتی باید توجه جدی شود و هیچ‌گونه غفلت در زمینه پذیرفتنی نیست.
جا دارد از جنرال صاحب سیاوش و سایر همکاران‌اش در شفاخانه سردار محمدداوود خان ابراز امتنان نمایم که به معالجه و تداوی زخمیان توجه جدی می‏کنند و بیست‏چهار ساعت در خدمت مریضان خود می‎باشند.
قانون تدارکات را به صورت بنیادی تغییر دادیم تا بهترین ادویه برای قهرمانان ما میسر شود، نه ارزان ترین دوا. دوای ارزان قابل قبول ما نیست.
د افغانستان خلک د خپلو اسلافو په شان په عظیم متانت له خپلو دفاعي او امنیتی قواو سره ولاړ دي.
په ډاډ سره ویلای شو چې په تیرو سلو کلونو کې تر بل هر وخت خلک له امنیتي دفاعي قواو کلک ملاتړ کوي. زه له خپل ولس نه مننه کوم او دا اجماع باید په دې بدله شي چې دا قوا مطلقا مسلکی، ملي او لکه چې په اسلامی عقایدو مجهزه ده  مجهزه پاتې شي، واړه سیاستونه، تبعیضونه او اختلافونه زموږ په اتل اردو کې ځاي نه لري.
مسلکي اردو غواړو! ملي اردو غواړو!
له هغې ورځې چې دا مقدس یونیفورم مو واغوسته که نورستاني يې، که پامیري يې، که تاجیک يې، که پښتون يې، که هزاره يې او که اوزبک يې؛ تنها و تنها افغان یي او مسلمان يې.
په دې برخه کې د لا مثبت بدلون پلان مو آماده کړی او انشاآلله عملي به یې کړو.
کنفرانس وارسا را ملت ما استقبال کرد، اما موفقیت این کنفرانس را منسوبین قهرمان قوای مسلح افغانستان و خاصتاً اردوی ملی افغانستان با خون خود کمایی کردند. از برکت شهدای ما بود که دنیا دوباره تجدید عهد کرد با افغانستان، دغه ستاسو ویاړ دی او دا زما افتخار دی.
امروز سرباز افغان، بریدمل افغان، افسر افغان، جنرال افغان و تمام منسوبین دفاعی و امنیتی افغانستان به یک زبان در خدمت این خاک و وطن است.
پیام من برای دشمنان افغانستان واضح است؛ دو سال پیش محاسبه غلط کردید، پارسال محاسبه غلط کردید، تکرار محاسبه غلط تان را نکنید. به این خاک اگر به هدف شوم بنگرید گور تان خواهد شد.
دا وطن غیر له خدای (ج) نه چا موږ ته هدیه نه دې راکړي، موږ په وینو ګتلې په زرها کالو کې په وینو ګتلې او زرها کاله به په خپلو وینو ساتو.
يشه سن افغانستان
تل دې وې افغانستان
زنده باد افغانستان
پاینده باد قوای امنیتی و دفاعی ما و گران‌باد یاد شهدای ما و تجدید عهد به‌رسیدگی همه‎جانبه به خانواده‎های شهدا که جز لاینفک خانواده اردوی ملی افغانستان است.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا