جامعه

ډاکتر کمال سادات :ځوانان دې دسولې دتحقق لپاره هڅه او هاندوکړي

کابل باختر د وري  څلورمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  دنوي کال دنمانځنې  په هغو مراسمو کې چې د ځوانانو دچارو دمعينيت او دافغانستان دځوانانو دمدني ټولنې دانجمن له خوا دوزير محمد اکبر خان په غونډۍ کې پرځاى شول له ځوانانو څخه وغوښتل چې دسولې دتامينولو  په لاره کې دې جدي هڅه وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت دافغانستان دځوانانودمدني ټولنې دانجمن دځوانانو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو ، مدني فعالانو  ورزشکارو ځوانانو او دټولنې دبيلابيلو قشرونو په ګډون پرځاى شول ډاکتر کمال سادات  ځوانانو ته په خطاب کې وويل چې په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره دې بايد له هرې ممکنې لارې  استفاده وشي چې افغانستان رښتيني  سولې ته چې خلک يې ورته اړتيا لري ورسيږي .
ده يوځل بيا له ځوانانو څخه وغوښتل چې په عملي توګه دې دافغانستان  ددولت دسولې دپروګرام  هرکلى وکړي  .
دځوانانو دچارو معين  دسولې په بهير کې  دښځو له رول سره هم اړيکې ونيولې او ويې ويل چې ښځې په هېواد کې دسولې دبهير په تحقق  کې ستر رول لري .
  دوى کولاى شي دسولې دتامينولو هڅې له کورنيو  څخه پيل کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا