جامعه

د مارشال محمد قسيم فهيم پوځي پوهنتون څخه يوويشتو تنو دفراغت جشن جوړکړ.

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
د مارشال محمد قسيم فهيم پوځي  پوهنتون له پوځي اکاډمۍ څخه  يوويشتو تنو فارغانو نن په تخار ولايت کې دخپل فراغت جشن ونيوه.
د تخارله ولايت څخه دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغه غونډه  کې چې د مارشال  محمد قسيم فهيم دپوځي اکاډمۍ  دفراغت د نهمې دورې په مناسبت دتخار ولايت په ماڼۍ کې  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  په همکارۍ  جوړه شوې وه  ويناوالو ديوويشتو تنو ځوانانو دفراغت  له امله دهغو کورنيو او دتخار خلکو ته مبارکي وويله  او په  اوسنيو شرايطو کې  دهېواد دامنيت  دتامينولو په لاره کې ددغو ځوانانو شتون مهم  او اغيزمن وباله  او هغوى يې  دزړورو امنيتي ځواکونو په ليکو کې  دهېواد معنوي پانګه وبلله.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا