کابل باختر 27 سرطان
Dr. Qayomi, honorable Yamamato, honorable First Lady, honorable ambassadors, members of the Cabinet!
سلام و خوش آمدید!
من میخواهم سخنان خود را با دو خاطره آغاز نمایم، یکی خاطرۀ یک فرد است و دومش خاطره یک جمع است.
دو هفته قبل، یک مهمان بینالمللی امنیتی نزدم آمد و گفت: زمانیکه حادثه ۱۱سپتمبر بهوقوع پیوست، در نیویارک بودم، خانمم حمل داشت و من دستم را روی شکم مادر طفلم که تا هنوز متولد نشده بود گذاشتم و به فرزندم گفتم، تعهد میکنم که برای حل این قضیه که اتفاق افتید کار میکنم. از همان روز تا حال من در داخل افغانستان و یا بیرون از افغانستان، برای ثبات و رفاه افغانستان کار کردهام. زمانی که شما در ایام عید آتشبس را اعلام کردید و آتشبس به موفقیت تمام شد، بعد از هفده سال که حالا فرزندم هفده ساله است یک امید برایم پیدا شد که این قضیه حلشدنی است و ممکن میباشد.
خاطره دوم از یک جمع است، هفتۀ گذشته زمانیکه جلسه کنفرانس بروکسل پایانیافت، یک اشتراککننده به اشتراککننده دیگر گفت: امروز ما و شما همه افغان بودیم، امروز برای ما این امید و آرزو دستداد که این جنگ پایانی دارد و ختم شدنی است.
این دو خاطره از کجا پیدا شدند، نتیجه و برکت کدام کار و تلاش بود؟
جوابش آسان است، از پذیراییهای خودجوش مردمی که در دوران آتشبس افغانها یک دیگر خود را در آغوش گرفتند و بالای یک سفره نشستند و به یک دیگر قصه کردند و درد هایشان را شریک ساختند.
پس از ختم آتشبس بخاطر ارزیابی مدیریت آتشبس با والی صاحبان ۳۴ ولایت دیدار کردم. ارزیابی آنان، این بود که در ۲۳ ولایت پس از آتشبس تغییرات مثبت در فضای سیاسی رونما شده است. متأسفانه در دو ولایت مشکلات موجود بود و پیشرفتی دیده نمیشد و در ۹ ولایت دیگر میان امکانات و حالات خطرناک یک موازنه دیده شد.
نتیجهگیری همۀ آنان این بود که حالا در موقعیتی خوبی قرار داریم و از حالت ناامیدی به حالت امیدواری رسیدهایم.
اسلامي نړۍ کې د افغانستان د سولې په هکله اجماع په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې ده، بینالمللي اجماع ترلاسه شوې ده او منطقوي اجماع زما په ګومان تر اویا فیصده ترلاسه شوې ده.
د افغانستان په ملاتړ د بروکسل کنفرانس سره موازي په سعودي عربستان کې د اسلامي کنفرانس سازمان ناسته وشوه او خادم الحرمین الشریفین او د عربستان ولیعهد ډېر عمده او اساسی رول درلود. دې دواړو جلسو د افغانستان د سولې په ملاتړ بېسابقې مثبت پیغامونه درلودل. دلته هغه پخوانۍ مفکوره غلطه ثابته شوه چې ویل کېدل نړیوال افغانستان کې سوله نه غواړي بالعکس اوس بینالمللي، منطقوي او د اسلامي نړۍ اجماع، د بینالافغاني سولې له ابتکار څخه ملاتړ کوي.
همدارنګه د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې وښوده چې د افغانستان د سولې په هکله منطقوي اجماع په جوړېدو ده. د منطقوي اجماع په اړه باید ووایم چې جهت مثبت طرف ته روان دی، پاکستان سره د کاغذ پر مخ پرمختګ شوی دی، خو له دغه هېواد سره باید زیات کار وشي چې عملي او محسوس نتایج یي ټول وګوري .
در حال حاضر، همکاری و شراکت در مورد صلح نسبت به جنگ افزایش یافتهاست، یعنی بین شرکای ما علاقهمندی واضح به صلح بیشتر شدهاست.
همکاری و شراکت در مورد جنگ افغانستان و تأمین استقلال ما در سال ۲۰۰۱ ایجاد شد که از همه همکاران، خاصاً ایالات متحده امریکا، همکاران ناتو و ممالک دیگر که کمکهای نظامی کردند، ابراز امتنان میکنم، اما فرصت عظیمی در سال ۲۰۱۸ برای ایجاد مشارکتهای صلح ایجاد شده است.
دلیلیکه همکاری و مشارکت در مورد صلح افزایش یافت، این است که جنگ بسیار پیچیده است و ابعاد مختلف دارد. بناءً بعضی از کشورها نمیخواستند در این جنگ شریک شوند، اما برعکس همکاری و شراکت در صلح، برای همه جناحها نتیجه برد- برد دارد و در آن هیچ کس بازنده نیست.
په ملي سطحه کې هم دوه مهمې خبرې ثابتې شوې.
اول، د علماوو اهمیت، وزن او تاثیر په دې ټولنه کې بیا معلوم او تثبیت شو. د افغانستان دیني علما چې د سیاسي او جنګي ډلو له خوا حاشیې ته شوي وو، د قضایاوو متن ته راغلل او تر بل هر قشر یې خپل ملي او اسلامي رسالت په ښه ډول ترسره کړ او ترسره کوي یې.
دویم، ولس په سولې ودرید، اوس ولس په هر اړخیزه توګه د هېواد له هر ګوټ څخه د سولې غږ پورته کوي، د هېواد سیاسي جغرافیا د ولس په زور یوازې د سولې په جغرافیا بدله شوې ده. ځکه ملت وښوده چې دوی له جنګه ستړي دي او د زغم، روادارۍ او د یو بل منلو ته مکمله امادګي لري.
در اینجا میخواهم از قربانیهای عمیق افغانها در هفدهسال اخیر یادآوری کنم.
این هفده سال برای ما افغانها، سالهای دشوار بودند، سالهای مرگ، خوف و خونریزی بودند، اما آغاز این سالها که مصادف بود به برگزاری لویهجرگه اضطراری، سالهای پر از امید و آرزوها بود.
اما من به چیزی که افتخار میکنم، حوصلهمندی این ملت عظیم ما در مقابل خشونت، جنگ و ویرانی است. تحمل و حوصلهمندی مردم ما واقعاً قابل قدر است. قربانیها و فداکاریهای قوای امنیتی و دفاعی ما، افتخار تمام ملت ماست و از جناب اتمر صاحب و جناب برمک صاحب و همه اراکین امنیتی، از مدیریت سالم و شبانهروزی شما اظهار امتنان میکنم.
دلیلی دیگریکه باید به این ملت افتخار کرد این است که مردم ما نمیخواهند اسیر گذشته باشند و در زندان تاریخ اسیر بمانند. این ملت حالا برای رفتن به آیندۀ روشن، ارادۀ محکم دارد و من میبینم که ما به آینده تمرکز داریم. در این هفده سال اشتباهات صورت گرفت، این که اشتباهات چگونه و چرا صورت گرفت؟ این بحث را برای تاریخنویسان میگذاریم.
در هنگام برگزاری لویهجرگه اضطراری، کشور آمادۀ هرگونه تحول بود، امیدواری و آرزوهای زیادی میان مردم وجود داشت، ملت آمادۀ حاکمیت مردمسالاری و حاکمیت قانون بودند، مردم آماده مشارکت و قربانی بودند.
خو درې نیم کاله مخکې موږ ولېدل چې ولس په ډار او ناامیدۍ کې دی، متاسفانه، فضا داسې جوړه شوې وه، هغه ملت چې همېشه یې د خپل وطن دفاع په خپل لاس کړې ده، دوی ته تشویش پیدا شوی وو، هسې نه بینالمللي عسکر له دې وطن څخه ووځي او دوی یوازې پرېږدي.
خو نن بیا هغه باور را ژوندی شوی دی، چې له دغو مشکلاتو څخه به وځو، دغه امید یوازې د بهرنیانو په منځ کې نه دی راغلی بلکې دا د ولس منځ کې هم شته او یو ځل بیا ولس تحول ته اماده شوی دی.
خو د پخواني او اوسني حالت او امیدونو ترمنځ فرق دا دی چې په ۲۰۰۱ کال کې اجتماعي حالت خودجوشه او احساساتي وو، د دوی امیدونه هم خودجوشه او احساساتي وو، اوسني امیدونه او هیلې په شعوري توګه ایجاد شوي دي.
د اوسنیو او پخوانیو امیدونو ترمنځ فرق دا دی چې پخوا افغانانو له نورو غوښتل چې دوی ته سوله راولي، خو موږ نن د سولې لپاره خپله تګلاره، خپله اراده، خپل پلان او خپل ملي ابتکار لرو.
موږ د خپل آینده مالکیت په خپل لاس کې اخیستی دی او دغه مالکیت مو ځکه په خپل لاس کې اخیستی دی چې غواړو اساسي قانون چې زموږ د لوبې اساسي قاعده ده، عملي کړو. هغه څه چې د اساسي قانون له لویې جرګې وروسته تلپاتی شول د ملي وثیقې په بڼه راپاتي د لوبې اصول او قواعد دي.
دغه اصول او قواعد د دې سبب شول چې هغه تشه چې موږ د ۱۷۴۷ میلادي کال څخه وروسته د زعامت د انتقال په برخه کې درلوده، د دغه اساسي قانون په وسیله ډکه او حل شوه.
اوس د پخوا په څېر حتمي نه ده چې زعامت د زعیم له کورنۍ پورې اړه ولري، بلکې زعامت ولس ټاکی او کله چې موږ د ولس د رایې خبره کوو؛ نو اساسي شرط یې انتخابات دي.
کله چې ۹۹ کاله پخوا موږ په افغانستان کې تحول پیل کړ، موږ له ډېرو محدودو مستقلو مملکتونو نه وو، چې نه یوازې مکمل امنیت؛ بلکې یو باثباته مملکت مو هم درلود.
له استقلال څخه وروسته تحول خپله افغانانو پيل کړ، اما په شلمه پیړۍ کې بنیادي ستونزه دا وه چې د افغانانو سیاسي قشر اجماع نه درلوده، د امان الله خان له دورې څخه وروسته زموږ سیاسي قشر بار بار لنډ مهالي اقدامات کړي دي، خو هیڅ وخت یې منځمهاله لید او طرح باندی اجماع ته نه و رسېدلې.
پخوا یو تفکیک نه ؤ موجود هغه دا چې پخوا به خلکو د آراوو او دښمنۍ ترمنځ تفکیک نشوای کولی، د آراوو اختلاف د خوځښتونو، احزابو او حرکتونو په جوړولو کې مثبت رول لري. دا نظام ټول مني، خو کله چې رایې وکارول شي بیا د ولس قضاوت منل کېږي، ځکه د اقتدار بدلون په عین حال کې د اقتدار تحکیم دی.
زه د افغان ولس په شعور باندې مطلق باور لرم چې دوی د تحول او تداوم ترمنځ تعادل ساتلی شي.
اما؛ زه هیله مند یم چې د افغانستان سیاسي قشر د ولس په پوهې باندې عمل وکړي، ځکه سوله دغه پوهه او تدبیر غواړي. که د لوبې په اصولو باندې موافقه ونه کړو او وغواړو دغه اصول هره ورځ بدل کړو نو بیا څنګه سوله وکړو؟
آیا له ولسواکۍ څخه پرته بله کومه لاره معقوله ده چې د اقتدار د انتقال مسئله حل کړو؟ او که ولسواکي منو نو بیا په هر قیمت چې کېږي د پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او خاصتاً د جمهوري ریاست انتخابات باید په هغه معین تاریخ چې د انتخاباتو د مستقل کمېسیون له خوا اعلان شوی دي و او یا اعلانېږي، ترسره شي.
د سولې د راوستو لپاره څه ډول ملګرتیا او شراکت په کار دی. اول ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی، نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کېږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفانو ته د دې زمینه برابره شي ترڅو انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ په قانوني شرایطو کې دغسې یوه ستونزه نشته، د دې په ځای چې د انتخاباتو وروسته سوله وکړو؛ ولې همدا اوس یې نه کوو. ځکه د سولې لپاره استعجالیت موجود دی.
ځکه موږ ټولو په اوربند کې د سولې د نعمت خوند ولید، د جګړې قیمت مو هم مخکې له اوربند او هم وروسته له اوربند څخه ولید، هره ورځ موږ شهیدان ورکوو، هره ورځ کورنۍ په غم کښیني، ولی؟ نو که چېرته د اوربند په مقابل کې سیاسي او دیني دلایل نه وو موجود نو بیا ولې وینه تویوو؟ زه ځکه د سولې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره ناره کوم او غږ پورته کوم.
حالا روی تعریف شراکت و همکاری در مورد صلح صحبت میکنم:
اول از همه از شرکایی که بعد از حادثه ۱۱ سپتامبر با متقبلشدن قربانیهای مالی و جانی آمدند و با تعهداتشان در کنار ما قرار گرفتند، خاصتاً از ایالات متحده امریکا از جهت استراتیژی جنوب آسیا و از تمام کشورهاییکه در کنفرانس وارسا، کنفرانس اول بروکسل درباره کمکهای اقتصادی و کنفرانس اخیر بروکسل با ما کمک کردند و با ما ایستادگی کردند، از صمیم قلب اظهار تشکر میکنم.
حالا یک افغانستان جدید با همه مشکلاتیکه دارد در حال ظهور میباشد. من افتخار میکنم که در دو طرفم داکتر صاحب قیومی و اتمر صاحب قرار دارند، شخصیتهایی که مانند شخصیتهای دیگر دور میز، از افغانستان جدید نمایندگی میکنند. این افغانستان جدید از یک نسل جدید شکل گرفته است، مردان و زنان این نسل از همه مسایل ملی و منطقهیی آگاهی و درک عمیق دارند.
کشور ما به طرف یک تغییر نسلی در حرکت است. این نسل قابلیت و توانایی زعامت و مدیریت امور را دارد. این نسل جوان، در جامعه ریشههای عمیق دارد و به نسلهای بعد از ۷ ثور ارتباط و احترام عمیق دارد، افغانستان محور همکاری نسلهاست. درد آنها مشترک است، آنان به افغانستان باور دارند که اهمیت کشورشان به حیث چهارراه آسیا مطرح است و آنها میتوانند که این دیدگاه را مدیریت کنند.
پیام من به همکاران و شرکای بینالمللی این است که شریک شما در افغانستان تغییر یافته است، این شریک جدیدتان، نسل جدید افغانستان میباشد و باید به شکل جدید با آنان کار کنید.
به حیث مملکت، شریکتان ثابت است، اما جامعه ما تغییر کرده است، در بین ملت شرکای شما رهبران و مدیران جدید هستند.
مثالها زیاد است، سفر رهبران زنان جوان به امریکا که این جا حضور دارند، تیم دختران روباتیک و در عرصه ورزش، پیشرفت افغانها، این همه مثالهایی هست که نسل جوان ما ظرفیت خود را در عرصههای مدیریت و هم رهبری، ثابت نمودهاند. یک مثال آن، کنفرانس امروز است که در مدیریت آن همکاری نسلها و تغییر نسلی را احساس کرده میتوانیم.
من هیچ حرفی ندارم که از حرفهای داکتر صاحب قیومی زیادتر باشد.
طی سه و نیم سال گذشته، شبکههای رهبران نسل جدید تقویت بیشتر یافته اند، حالا در مرحلهای رسیدهایم که درخششی که تیم کرکت در عرصه جهانی به نمایش گذاشته است، شبکه رهبران نسل جدید ما در عرصه مدیریت و سیاست نیز انجام داده میتوانند.
در این مورد، به اساس طرح ما، این تغییر در بخشهای امنیتی، سیستم مالی، دستگاه عدلی و قضایی و در حکومتداریخوب هر روز در حال عملیشدن است. در ولایات به سطح شاروالیها و قریهها پیشرفتهای صورت گرفته است و در ادارات دیگر نیز این پیشرفتها ادامه دارد.
در آغاز کار، در هر سکتور ما تغییرات به شکل جداگانه به وجود آمد، حالا در میان این سکتورها شبکههای فکری و نسلی در حال شکلگرفتن هستند، حالا برای این تحول و تداوم تهداب گذاشته شده و حرکت آغاز گردیده است.
در این سه سال، تغییر نسلی چگونه امکانپذیر گردید؟
قابل یادآوری است که این کار به آسانی صورت نگرفته است، طرح ساختیم، تحمل و حوصله داشتیم، مشورت انجام دادیم و به این همه با مقاومتهای سخت هم روبهرو شدیم.
هدف از این همه پروسهها ایناست که مسؤولیتها از سطح افراد به نهادها انتقال داده شوند. مثال زنده آن، ایجاد شوراهای عالی در ارگ میباشد که مسؤولیتها از شخص رئیسجمهور به ریاستجمهوریمحور در حال انتقال است.
دربارۀ مشارکت زنان نیز کارهای اساسی صورت گرفته است، من افتخار دارم که حالا زنان افغان از خود نمایندگی کرده میتواند، این زنان حالا از خود صدا دارند و از خود نظر دارند و در پروسه صلح سهم آنان اساسی میباشد. و در پروسه انکشاف سهم آنان از پروسه صلح کرده انشاءالله هم درخشندهتر خواهد بود.
در مورد مبارزه علیه فساد باید این قدر گفت که در سند استراتیژیک مبارزه ما با فساد، بر اساس مطالعه بسیار دقیق ادارۀ تفتیش سیگار امریکا ۱۴ شاخص از ۱۹ شاخص عملی شده است و باقی شاخصها هم عملی خواهد شد.
در موارد دیگر همکاران من به شما معلومات خواهند داد.
حالا چه میخواهیم؟ چگونه به پیش برویم و چگونه باید به صلح و ثبات کار نماییم؟
برای صلح چگونه مشارکت و اقدامات لازم است، اینجا باید روی شراکت و همکاریها تجدید نظر و دوباره فکر شود.
موږ د سولې لپاره فرهنګي بدلون ته اړتیا لرو، سولې ته د رسېدو لپاره د لوبې قواعدو او اصولو ته په پام، انعطاف ته ضرورت شته.
سوله به قیمت لري. سولې ته رسېدل په اوله برخه کې د سولې پروسه بیا د سولې تړون دی او بیا د سولې پروسه ده. د سولې پروسه ولې ضروري ده؟ د سولې پروسه دا ضمانت کوي چې سولې باندي به ملي اجماع راشي، د سولې تړون دوامداره شي او دغه پروسه په ولسواک فرهنګ باندې بدله شي. چې د دغې پروسې په نتیجه کې هر افغان د بل افغان سره ځان مساوي وګڼي او د لوبې اصول داسې جوړ شي چې هر څوک خپل ځان په دغه پروسه کې وګوري.
قدرت ته په انحصاري توګه ونه کتل شي، باید لږ تر لږه د یوې مودې لپاره د انحصار تقاضا کمه شي. ما د ولسمشر په صفت د خپلې دندې له اولې ورځې څخه په دې تمرکز کړی دی چې د قدرت انحصار له منځه یوسم او له نېکه مرغه دغه هدف ته ورځ په ورځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو او ساتلو په وسیله دوام ورکوو. د ملي وحدت حکومت اراده غوښتله، موږ دا اراده وښودله نه یوازې جوړه مو کړه، ساتلې مو هم ده او وبه یې ساتو.
د سولې پروسه مختلفې مرحلې لري او د اطمینان فضا غواړي، باید د زغم او منلو فرهنګ عام شي، که چېرې د لوبې قواعد ونه منو، نو ثبات ته نشو رسیدلی او د دې قیمت به یوازې د افغانستان ولس ورکوي.
زما فرضیه دا ده چې ملت اصلاحات غواړي، زغم او پوهه لري او تاسې به وګورئ چې دغه فرضیه به انشاالله د انتخاباتو او د سولې پروسه کې ثابته شي، نو ضرور ده چې د زغم دا فرهنګ عام شي.
د دوامداره ثبات لپاره باید دا هم ومنو چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو خصوصاً د دوی د دویم او درېیم نسل افغانان چې زموږ علمي او تخنیکي پانګه ده، د هېواد په ثبات او پرمختګ کې شامل کړو. هر افغان هر ځای د نړۍ کې چې دی د افغانستان په ودانولو کې رول لري او انشاالله تعالی به دا رول ولوبوي.
د افغانستان د ملت په هکله زما لید د دغه هېواد له تاریخي پېښو او افتخاراتو څخه سرچینه اخیستې ده. د سولې د تحکیم لپاره لوی ترینه خبره بیا هم انتخابات دي. نو دا چې موږ د زغم، تحمل او روادارۍ فرهنګ لرو، نو پکار ده چې په قوانینو او د لوبې له اصولو سره سم کار وکړو.
په دې کې زما مسوولیت دا دی چې د لنډې مودې لپاره نه، بلکې څنګه د آینده لپاره بنسټونه ایجاد کړو، تر څو مسوولیتونه د افرادو څخه بنسټونو ته انتقال شي.
له ولس څخه زما یوازینۍ هیله دا ده چې په دې تاریخي شرایطو کې داسې فیصلې وکړو چې بیا په راتلونکې کې له دغو فیصلو څخه پښېمانه نشو. کوم افغان دی چې په دې نه ځورېږې چې زموږ ملي قهرمان امان الله خان یوازې پرېښودل شو او سیاسي اجماع نه وه چې دا وطن آباد کړي.
اوس باید موږ داسې شرایط برابر کړو چې د ولس په منځ کې د اتفاق او باورمندۍ فضا ایجاد شي، ترڅو زموږ آینده له پښېمانۍ خلاص او دوامداره ثبات تامین شي. د روان کال په نومبر کې به په ژېنیو کې د سولې لپاره د شراکتونو په هکله تفصیلي معلومات ورکړو.
په پای کې وایم، زه په خپل هېواد کې د وطندارۍ او همبستګۍ فضا ګورم او دغه فضا تاسې د اوربند په شپو او ورځو کې په واضح توګه ولیده.
زموږ د امنیتی او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې د ټولو ولایتونو سرتېري شته چې هغوی هم د همدغه وطندارۍ او همبستګۍ څخه په ګټې اخیستو د اوربند په ورځو کې طالبانو ته خپل دغه احساس څرګند کړ.
I would like to express our deep sympathies to the people of Japan, people of China and India and other countries that have experienced natural or human disasters. You have always stood in solidarity with us; we stand in solidarity with you. Please remember that this nation is always grateful for the assistance that has received and will always remember the huge sacrifices particularly of those paid the ultimate price in defending our freedom and ensuring our stability. I want to assure our international partners that the government of national unity is committed to fulfill every single commitment but it is undertaken and I hope that under Dr. Qayomi’s leadership, all parts of the agreements –Ambassador Yamamoto– that you mentioned as far as pertains to the security sectors under Mr. Atmar’s leadership will be fulfilled. We look very much forward to a productive dialogue today between us, partners. There is no ‘us’ and ‘you’ now. We are all united on a common vision committed on a productive dialogue, a dialogue where direct discussion, clear analysis and agreement on action provides the basis of mutual trust. I thank you for the trust has been built, for the confidence that you have represented and I would like to thank every ambassador, representative and you Ambassador Yamamoto and your colleagues for representing us so well in your countries and your organizations. You have been spokesmen for Afghanistan abroad and we are delighted that you bring back perspectives from your countries from your stakeholders. I would like to pay tribute to your hard-paying taxpayers, your legislatures and others. Years post-2008 have been hard years globally but the International community has been extraordinary generous with us and we want to show appreciation. I want to assure you that in Geneva you will be discussing the path to self-reliance how Afghanistan will be able to fulfill not only obligations but create a dynamic economy and a system of revenue where your taxpayers will see and end to their generous support and focus on investment, trade and transit.
یشه سن افغانستان،
زنده باد افغانستان،
تل دې وي افغانستان. نالان