امنیت

دميرويس ميدان په ساحه کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دکابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې نن د يو مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو تن ووژل شو.
دکابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
يو مقناطيسي ماين چې په يو شخصي کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوى و؛ نن سهار د ميرويس ميدان په چوک کې وچاوديد چې له امله يې موټر چلوونکى ووژل شو او بل چاته زيان نه دى رسيدلى.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه پيښه تروريستي توطيه وه يا د شخصي دښمنيو زيږنده.
دکابل د پوليسو مسوولين وايي چې ددغې پيښې په باب څيړنه کوي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا