جهان

دايران جمهور رييس سبا سعودي عربستان ته ځى . دايران جمهور رييس سبا سعودي عربستان ته ځى .

رياض  باختر د زمري  در ويشتمه

  دايران داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دفتر ويلي دي ددغه هيواد جمهور رييس محمود احمدي نژاد دسعودي عربستان  دپاچا ملک عبدالله په بلنه داسلامي هيوادو دمشرانو په دوه ورځنې غونډه کې دګډون لپاره سبا دغه هيواد ته ځى .

 دايران دخبرې اژانس مهر  دخبر له مخې دايران له جمهور رييس سره به په دې سفر کې  يو سياسي هئيت هم ملګرتياوکړي .

 دايران دبهرنيو  چارو وزير علي اکبر صالحي  چې همدا اوس په عربستان کې دى او داحمدي نژاد جګپوړي دستيار مجتبي صمره هاشمي به په دغه سفر کې  له ده سره ملګري وې .

 دغه غونډه دزمري دمياشتې په  ٢٤ او ٢٥ نيټه چې دروژي دمبارکي مياشتې له  ٢٦ او ٢٧ نيټي سره سمون خوري دمکي مکرمي په ښار کې  جوړيږي .

 داسلامي هيوادو دمشرانو دبيړنې غونډې محورونه  نه دي اعلام شوي خو درارسيدلو خبرونو له مخې په دې غونډه کې به دسيمې مهم بدلونونه وڅيړل شي .

   ايران او سعودي عربستان دسوريې دبحران پرسر  په خپلوکې اختلاف  لري او ايران دسوريې دجمهور رييس بشارالاسد  اصلي ملاتړي دي  خو دسوريې ددولت دځينو مخالفينو کړنلاره دسعودي عربستان له سياستونوسره نږدي ده .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا