امنیت

دطالبانو او داعش ترمنځ دنښتو دوام .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دداعش او دطالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ په نويو نښتو کې له دواړو لورو څخه لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه نښتې پرون داچين ولسوالۍ په ځينوسيموکې پيل شوي دي او لاتراوسه پورې دوام لري .
  دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانو او دداعش دډلو لسګونو تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې دداعش  په ډلې پورې اړوندو کسانو په هغو کليو له بريد وروسته چې طالبان پکې نفوذ لري دطالبانو په کورنيو پورې اړوند څو کورونو  ته اور واچاوه .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وايي چې داچين ولسوالۍ په مربوطاتو په تيره بيا  ددغې  ولسوالۍ په مامند کلي کې دداعش او دوسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا