امنیت

دڅرخي پله په جيل کې د بنديانو اعتصاب پاى ته ورسيد

 

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٠ :

دکورنيو  چارو وزارت د جيلونو لوى رييس وايي: د څرخي پله د جيل يوشمير بنديانو  چې د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى و؛  خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى .

دکورنيو چارو وزارت دجيلونو او توقيف خونولوى رييس جنرال اميرمحمدجمشيد دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دڅرخي پله د جيل يوشمير بنديانو له څلورو ورځو اعتصاب وروسته ، د ثور په  ١٩ د پنجشنبې په ورڅ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.

دغه بنديان چې شميريې سل تنه بلل شوى دى؛ دخپل اعتصاب علت دخپلو نسبتي دوسيو نه  څيړنه بللې ده.

هغوى ادعا کوله چې دجمهوري رياست د وروستى فرمان له مخې له بند څخه دخوشې کيدو مستحق دي. خو جنرال جمشيد دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د دوى غوښتنې قانوني نه دي، خو بياهم دملي شورا يوشمېر غړو له  اعتصاب کوونکو سره خبرې وکړې او موږ هم دهغوى غوښتنې راټولې او لوړو مقاماتو ته موليږلې دي. دا چې په دې باب څه تصميم نيول کيږي؟ د لوړو مقاماتو کار دى.

هغه څه چې دجيل په مسوولينو پورې مربوط دى؛ دڅرخي پله په جيل کې ديوشمير بنديانو اعتصاب پاى ته رسيدلى دى او کومه ستونزه نشته.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا