سیاست

متن کامل سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری افغانستان در مراسم امضای موافقتنامه صلح بین دولت جمهوری اسلامی افغانستان و حزب اسلامی افغانستان

کابل ارگ ریاست جمهوری باختر
ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، ملي زعیم کرزی صاحب، دانش صاحب، رحیمي صاحب، مسلیمار صاحب، زموږ ډېر عزتمند جهادي مشر د سولې د شورا رئیس جناب پير صاحب، زموږ د عقاید ملي بنسټ او سنګر جناب استاد سیاف، د علماوو شورا رئیس جناب کشاف صاحب، جناب انجنیر صاحب کریم، جناب بهیر صاحب، د حزب اسلامي نور محترم غړي، د سترې محکمې غړي، د کابینې محترم غړي، علما کرام، ټول مشران خویندې ورونه،
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
په عین حال کې خارجي استازو ته هم ښه راغلاست وایم دې تاریخي ورځې ته چې انشالله او تعالی چې د افغانستان ولس ته به په خیر او سولې ختم شي.
قدرمنو حاظرینو، ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو ډیر خوشحاله یم چې نن ورځ په یوه ډیره بختوره غونډه کې، د سولې په غونډه کې، په یوه داسې  مناسبت راټول شوي یو چې  د افغانستان د خلکو ارزو ده، د افغانستان د خلکو د اجماع خبره ده، د افغانستان د خلکو له سوکالي او د افغانستان له ثبات او عزت او ترقي سره مربوطه موضوع ده. سوله د خدای(ج) امر دی او پخپله د اسلام کلمه د سلام له کلمې سره چې د سولې او کراري معنا ورکوي، ارتباط لري. سلام د الله تعالی یو نوم دی او بل ته سلام اچول په حقیقت کې بل انسان ته د سولې او امن او ارامش وړاندې کول دي.
  نن موږ د حزب اسلامي له قدرمن مشر حکمتیار صاحب سره د سولې د تړون د لاسیلک په غونډه کې راټول شوي یو. دې سپیڅلي اسلامي، ملي او انساني مقصد ته د رسېدو لپاره هڅه اسانه نه وه. لکه  څنګه چې حکمتیار صاحب په خپله وینا کې وویل، سوله که تر جنګ ګران کار نه وي نو اسانه هم نه ده. له دواړو غاړو ډیر کوښښونه وشول. په وروستیو میاشتو کې د سولې دغه هڅې په داسې وخت کې تیزې شوې او نهایي شکل یې خپل کړ چې په افغانستان کې متاسفانه تحمیلي جنګ ډیر شدید و. د جنګ د شدت په وخت کې د سولې د هڅو لا زیاتول د دواړو خواوو د ټینګ عزم او تدبیر نماینده ګي کوي.
زما او حکمتیار صاحب د نسل مشترکه وظیفه دا ده چې جنګ متوقف  شي او افغانستان د پردو له احتیاجه راوباسو او په خپلو پښو یې ودروو. د جنګ اور کشر نسل او اوسنو ځوانانو نه دی بل، بلکې څو لسیزې پخوا بل شو او د دې اور د ختمولو وظیفه هم تر ډیره حده د مشر نسل په غاړه ده. د دنیا په هیڅ ګوټ کې واقعي سوله بې قیمته نه ده تر لاسه شوې. داسې نه کیږي چې میم زر ما واړه زما. افغانستان د ټولو وطنوالو شریک کور دی او ټول باید یو بل پکې ومنو.
ما بیا بیا ویلي دي او اوس هم وایم چې د سولې لپاره حتی له خپل سره تیر یم. دا ځکه وایم چې سوله قیمت لري او مفته تر لاسه کیږي نه.
دلته لازمه ده چې له ټولو هغو طرفونو او شخصیتونو  تشکر وکړم چې د دغه ستر ملي، انساني او اسلامي مقصد د پوره کولو په لاره کې یې کوښښونه وکړل. جناب پیر صاحب، جناب استاد خلیلي د سولې شورا نور مشران، جناب حضرت صاحب، جناب استاد برهان الدین رباني چې په دې لاره کې له خپله سره تیر شو او شهید شو، جناب استاد سیاف، خاصتاً جناب کرزی صاحب، چې د سولې جرګه مو وغوښتله او د ولس د اجماع اساس مو کېښود، جناب ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، معاول صاحب اول جناب جنرال صاحب دوستم، معاون صاحب دوم دانش صاحب، انجنیر صاحب محمد خان، استاد محقق، استاد عطا محترمه حبیبه سرابي او د سولې عالي شورا نور غړي، د علماوو شورا،  د حزب اسلامي افغانستان محترم مشر او د مذاکراتو هیات، د افغانستان مدني ټولنه، د افغانستان ملي شورا دواړه مجلسین او مشران یې، سیاسي فعالان جمعیت اسلامي او د افغانستان او د افغانستان نور سیاسي ګوندونه او په حقیقت کې ټول ملت د مننې او تشکر مستحق دی، د ملي امنیت له مشاور ښاغلي اتمر صاحب نه خاصه مننه چې په دېر تعهد یې جناب پير صاحب سره مرسته وکړه، ځکه که سوله د ملت غوښتنه نه وای او که د سولې په اړه ملي اجماع نه وای، نو بیا به هم دغه توافق ته رسېدل او د دې بختورې غونډې جوړول مشکل و. دغه راز که د افغانستان له خلکو او حکومت سره د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو همکاري نه وای، بیا به هم د سولې په پروسه کې خنډونه زیات وو. پکار ده چې له نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو هم مننه وکړم.
اته دیرش کاله کیږي چې د افغانانو وینې بهیږي. د دې معنا دا ده چې افغانان تر بل هر چا زیات د سولې په قدر او اهمیت پوهیږي خو د سولې د هڅو او موافقې په برخه کې که د ټولنې د مختلفو اقشارو تشویشونه درک نه شي نو د موافقې تطبیق به له مشکل سره مخ شي. موږ د دې موافقې په تطبیق باندې ځکه باور لرو چې د ټولنې د مختلفو قشرونو نظرات مو اورېدلي دي  او موافقه مو د ټولو هغو اصولو او ارزښتونو په اساس کړې ده چې د افغانستان خلک ورباندې متفق دي.
اکنون فرصتی است برای طالبان و دیگر گروه های مخالف دولت تا بر سر دو راهی موجود در برابر شان نشان بدهند که انتخاب شان چیست، بودن در کنار ملت و پیوستن به کاروان صلح عزتمندانه، به مانند حزب اسلامی، و سهم گرفتن در ساختن کشور و کمک به رفاه و پیشرفت آن، یا قرار گرفتن در برابر ملت و ادامه دادن به خونریزی و جنگی که سودش تماماً به جیب بیگانگان می رود؟ مردم ما درک کافی دارند و قضاوت خواهند کرد که چه کسانی همه توان خود را بر تباهی کشور نهاده اند. جنگ با مردم افغانستان و آلودن دستان خود با خون فرزندان شان، عاقبت محتوم آن تجرید و انزوای نهایی، و سرانجام، شکست و زبونی خواهد بود. اکنون برای همه مردم و بلکه برای همه دنیا به خوبی واضح شده است که چه کسی در پی صلح است و چه کسی در پی جنگ، و در صورت تداوم جنگ، ما بیشتر از گذشته چهره آنان و حامیان شان را به مردم و به دنیا واضح خواهیم ساخت.
بر اساس تعالیم دین مبین اسلام، طالبان اگر حتی گمان داشته باشند که بر حق هستند، به این فرمان الهی، در آیت شصت و یکم سوره مبارکه انفال، هیچ جوابی ندارند که گفته است: "اگر طرف مقابل تان به صلح گرایید شما هم به آن بگرایید" در اینجا معلوم می شود که ادعای چه کسانی در پیروی از رهنمودهای قرآن مجید ادعای بجا و از چه کسانی ادعای دروغین است. به یاد داشته باشند، وقتی ما به تکرار از آنان دعوت به صلح کرده ایم، و آنان جوابِ ردّ داده اند، هر خونی که در این کشور می ریزد، چه از این طرف و چه از آن طرف، مسئولیتش به گردن آنان است. ما خواهان جنگ نبودیم و اکنون هم اصراری بر تداوم آن نداریم. رسالت نیروهای دفاعی و امنیتی ما حمایت و دفاع برحق از مردم ما در مقابل جنگ ظالمانه ای است که بر آنان تحمیل شده است. ما به همین دلیل به این نیروها افتخار می کنیم و آنان را شالوده نظام ملی خود می دانیم.
قدرمنو وطنوالو،
له حزب اسلامي افغانستان سره د سولې دغه موافقه خپل ممیزات لري. د دې موافقې او دغو هڅو یوه ځانګړنه دا وه چې کاملا بین الافغاني هڅې وې. دا وطن د جرګو وطن دی او د جرګو مقصد دا نه وي چې جنګونه جوړ کړي بلکې د جنګونو او اختلافونو د حل کولو لپاره جرګې جوړیږي. دې موافقې ثابته کړه چې مونږ که څوک پرېږدي، نو په خپل وطن کې په سوله او امن کې ژوند کولای شو. ما له هماغه پیله ویلي دي چې مونږ له پاکستان نه سوله نه غواړو بلکې له پاکستان سره سوله غواړو. دا خبره مې ځکه کوله چې مونږ کولای شو چې په خپل منځ کې سولې او روغې جوړې ته ورسېږو.
د سولې د دغو هڅو او خبرو اترو  بل خصوصیت دا و چې په کابل کې، د افغانستان په زړه کې تر سره شوې. کابل زموږ ټولو مشترک کور او د مشترک تاریخ د ویاړونو مرکز دی. د ویاړ او افتخار د دغسې خبرو لپاره کابل تر ټولو مناسب ځای و.
  دا یو اسلامي اصل دی چې د خبرو د هیات باید پوره عزت وشي. خوشحاله یم چې په کابل کې  د حزبِ اسلامي د سولې له هیات سره د مذاکراتو په ټولو پړاوونو کې اسلامي او افغاني چلند وشو او داسې هیڅ واقعه ونه شوه چې د پښیماني باعث وګرځي. د مذاکراتو په وخت متقابل احترام د دغو مذاکراتو یو بل خصوصیت و.
له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې یو ډیر مهم خصوصیت دا و او دا دی چې د افغانستان اساسي قانون پکې د محور حیثیت درلود. په دې موافقه لیک کې داسې هیڅ ټکی نشته چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. زه د دې موافقې په تطبیق باندې ځکه باور لرم چې د اساسي قانون په چوکاټ کې او د اساسي قانون له غوښتنو او ارزښتونو سره کاملا هماهنګه ده. اساسي قانون زموږ ملي وثیقه او زموږ د ملت د اجماع او اتفاق اصلي محور دی. موږ په افتخار سره وایو چې زموږ اساسي قانون د ټولې سیمې په سطح یو داسې حقوقي سند دی چې د اسلام د مبین دین ارزښتونو ته پکې تر بل هر اساسي قانون زیاته او پوره توجه شوې ده. دا شعار چې هیڅ افغان تر بل افغان زیات یا کم نه دی، په حقیقت کې زموږ د اساسي قانون له متن او روحیې څخه الهام اخلي.
زموږ اساسي قانون د افغانستان خلکو ته حق ورکوي چې د عمومي انتخاباتو له لارې د قدرت انتقال تر سره شي، نه د جنګ او خونریزي له لارې. زموږ اساسي قانون ټولو وطنوالو ته که هغوی ښځې دي، یا نارینه، د کار، تعلیم، سیاسي فعالیت او د خپل نظر د بیان حق ورکوي او د هیواد د ټولو اوسېدونکو اساسي حقونه تضمینوي. که هر څوک هر سیاسي مشکل لري، د هغه د حل کولو لپاره سیاسي لارې چارې موجودې دي.  ځکه خو وایم چې د سولې دغه موافقه چې د افغانستان اساسي قانون پکې محوري حیثیت لري، د تطبیق وړ ده او سر له همدې شیبې به یې د تطبیق په لور اقدامات پیل کیږي.
سوله اجماع ده، سولې باندې ملي اجماع ده، سوله په نفاق باندې نه بدلیږي، وحدت کامل وحدت په ملي وحدت حکومت کې په سولې باندې ده او د ملت اجماع ده، راشئ، چې انرژي په دې واچوو چې څنګه یې تطبیقوو، څنګه مقصد ته رسېږو.

برادران و خواهران گرامی،
ما نشان دادیم که برای صلح، هم اراده، هم صلاحیت، و هم کفایت داریم. هیچ روند صلحی به سادگی به پیش نمی رود، و مذاکرات صلح در هیچ جایی بدون دشواری نیست. اما جایی که ارادۀ قاطع وجود داشته باشد صلح به تحقق می رسد. در صلحی که حزب اسلامی با دولت افغانستان به انجام رساند هر دو طرف نشان دادند که در اراده خود برای فرو نشاندن آتش جنگ در کشور صادق و مصمم هستند. ما هر دو طرف به ارزش های اسلامی باور داریم، و می خواهیم که این ارزشها از راه فعالیت های صلح آمیز سیاسی و مدنی تحقق پیدا کند. این همان جهاد اکبری است که امروز جامعه ما به آن ضرورت اشد دارد. کشورها نه با جنگ و ناآرامی، بلکه با زندگی مسالمت آمیز، با فعالیت های سیاسی و با مشارکت همگانی به پیشرفت می رسند. دو سه نسل از ما شاهدِ جنگ، درگیرِ جنگ، و یا قربانی جنگ بوده است، و اکنون حق نسل نو و نسل های آینده این کشور است که شاهد آرامش و رفاه باشند. افغانستان شدیداً نیازمند گذار از مرحله جنگ به مرحله فعالیت های سیاسی است. سرنوشت مردم ما نباید همیشه با تفنگ و سلاح گرم گره خورده باشد، بلکه باید قوام زندگی اجتماعی ما را فعالیت های نهادمند سیاسی تشکیل بدهد. بهایی که ما در جنگ کنونی می پردازیم بهای سنگینی است، و من خود را نسبت به هر خونی که در این سرزمین ریخته می شود مسئول می دانم، و وظیفه دارم نهایت تلاش خود را به کار ببندم که تا حد امکان از آن جلوگیری و برای آوردن صلح تلاش کنم. قربانی های مردم ما در ۳۸ سال گذشته بسیار سنگین بوده، و پس از برقراری صلح ابعاد دیگر خساره عظیمی که این ملت متقبل شده است، آشکار خواهد شد.
برای هر صلحی لازم است که هر یک از دو طرف آن، قربانی هایی بدهد و گذشت هایی بکند، و این بهای طبیعی هر صلح موفق و پایدار است. اما صلح ما نه تصمیمی عجولانه و نه اقدامی صرفا احساسی، بلکه بر مبنای اصول مشخصی بوده است که در قانون اساسی ما تجسم یافته است. قانون اساسی افغانستان مبنای اجماع ملی ماست، و تعهد به اصول آن ضمانتی است که به همه نگرانی ها انشاالله پایان می دهد، زیرا حقوق و وجایب همه اقشار جامعه را به خوبی واضح ساخته و تضمین کرده است. قانون اساسی ما حافظ تامین عدالت است، و میکانیزم های رسیدگی به حقوق قربانیان جنگ را نشان داده است. اما به یاد داشته باشیم که برای پیاده ساختن همه جانبه قانون، باید اول ما به صلح برسیم، زیرا تداوم جنگ سبب تضعیف حاکمیت قانون و تلف شدن حقوق مردم می گردد. مذاکرات صلح بر این اساس مبتنی بود که دستآوردهای پانزده سال گذشته مردم ما که با رنج و قربانی فراوانی به دست آمده است، حفاظت شود. تا فرزندان ما، پسر و دختر، فرصت تعلیم و تحصیل داشته باشند، تا جوانان ما، زن و مرد، زمینه سهم گرفتن در بنای آینده خود و کشور را خود را پیدا کنند، تا خانواده های ما کانون آرامش باشند، تا تاجران ما امکان سرمایه گذاری و فعالیت اقتصادی داشته باشند، تا افغانستان در مسیر انکشاف و پیشرفتی قرار بگیرد که سزاور آن است و علمای کرام ما همیشه رهنمای ما باشند.
ما به همکاران بین المللی خود اطمینان می دهیم که مبارزه ما با تروریزم، این خطر مشترکی که در قدم نخست تهدیدی برای جهان اسلام و سپس برای تمام دنیا است، ادامه خواهد یافت، و در جبهه مشترکی که قرار داریم، افغانستان همچنان مسئولیت خود را برای مهار، سرکوب و شکست این پدیده ویرانگر که هیچ نوع ارتباطی با مردم افغانستان ندارد، تا به آخر ادا خواهد کرد. ما بر خلاف کسانی در منطقه که تروریزم را ابزار استراتژیک خود می دانند، اراده قاطع داریم که رویکرد سازندگی محور، صلح محور، و انکشاف محور را مثل گذشته ادامه بدهیم، چنانکه تا کنون نیز گام های مهمی در این راستا برداشته ایم، و روابط نیک ما با کشورهای منطقه و جهان شاهد این واقعیت است.
ما از قشر سیاسی کشور و نیز از همکاران بین المللی افغانستان تقاضا داریم که با همکاری در تطبیق و تداوم این روند، و با استفاده از این تجربه، کمک کنند تا راه پیوستن دیگر گروه های مسلح به روند صلح هموار شود. می خواهیم کمک کنند که بعد از تجربه سالهای طولانی جنگ، فرهنگ عفو، صلح، عدالت خواهی، دگرپذیری و قبول یکدیگر را ایجاد و تقویت کنیم، چیزی که هم با تعالیم دینی ما و هم با عنعنه های ملی ما انطباق دارد.
ما از نهادهای مدنی، احزاب سیاسی و فعالان اجتماعی سپاسگزاریم که در جریان مذاکرات، با گشودن باب گفتگوهای جدی در این باره، و نیز مطرح کردن نگرانی های خود، در رسانه ها و شبکه های اجتماعی، و نیز در گفتگوهای رو در رو با من و همکارانم، هم به غنای مذاکرات کمک کردند و هم دموکراسی جوان ما را به تصویر کشیدند، و نشان دادند که چگونه در جامعه ای باز همه نظرات جای بروز می یابد و فرصت مشارکت همگانی در تصامیم فراهم می شود. در نظام های دموکراتیک، بر خلاف جوامع بسته و نظام های دیکتاتوری، مذاکره و توافق نه با یک فرد، بلکه با کلیت نظام، که ملت و دولت در آن سهیم هستند، صورت می گیرد، و این چیزی بود که ما آن را به خوبی نشان دادیم.
دلته غواړم یوې بلې مهمې نکتې ته اشاره وکړم او هغه د مهاجرو د راستنیدو موضوع ده. د مهاجرو راستنیدل تر بل هر وخت چټک شوي دي او اټکل کیږي چې په راتلونکي کال کې به دغه لړۍ نوره هم چټکه شي. زموږ ټولو مشترکه وظیفه دا ده چې د خپلو مهاجرو د مشکلاتو د اوارولو لپاره تلاش وکړو. ما په ځلونو ویلي دي چې زموږ ټولنه بې مهاجرو نیمګړې ټولنه ده. موږ به هغه وخت بشپړ یو چې مهاجر خپل وطن ته راشي. د مهاجرو راتګ یو لوی امید او د خوشحالي خبره ده خو د هغوی د ستونزو د اوارولو لپاره باید خپل مسولیتونه هیر نه کړو.
موږ باید خپله ډوډۍ له خپلو عزیزانو سره چې وطن ته راستنیږي، نیمه کړو او د دوی د مشکلاتو په حل کولو کې برخه واخلو. دوی ته د افغانستان اساسي قانون، د نورو ټولو افغانانو په څیر، حق ورکړای چې په خپل هیواد کې واوسي او د عزت او خوشحالي ژوند وکړي.
من از همه ملت عزیز خود تشکر می کنم که از روند صلح به گرمی استقبال کردند و ما را در رسیدن به این هدف ارزشمند یاری رساندند. امیدوارم این روز سر آغاز پیشرفت های بیشتر در فرو خواباندن آتش جنگ و به میان آوردن صلح سرتاسری باشد و بتوانیم با کمک همدیگر ویرانه های جنگ را به آبادی تبدیل کنیم و فرزندان ما با سرافرازی در جهان آینده حضور یابند و نقش سازنده را ایفا کنند.
زنده باد افغانستان
تل دی وی افغانستان
یشه سن افغانستان.
 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا