سیاست

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د جمهور رییس محمداشرف غنی وینا

کابل/۱۰ اسد/باختر
بسم الله الرحمن الرحیم
برادر گرامی جناب امرالله خان صالح معاون اول ریاست جمهوری، جناب استاد دانش معاون دوم ریاست جمهوری، تمام مقامات عالی رتبه  هر سه قوه افغانستان، خواهران و برادران  عزیز!
په پیل کې د افغانستان عظیم ملت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکی وایم. همدارنګه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې دغه اختر بختور وی.  د ټولو وطنوالو طاعات او عبادات دې د الله تعالی په دربار کې قبول او منظور شی.
اختر مو مبارک شه
عید همه تان مبارک
هیتینگیز قوتلوق بولسین
لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې پرون په لوګر او کندهار کې دوه غمجنې پېښې شوی چې زموږ هیوادوال پکې شهیدان شوی دی. انا لله و انا الیه راجعون
دغه پېښې په کلکو ټکو غندم ، د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم، شهیدانو ته جنتونه غواړم او ټپیانو ته د رسېدګۍ لپاره مې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ده. 
همچنان، عید سعید قربان را برای همه نیروهای امنیتی و دفاعی بخصوص به خانواده‌های شهدای نیروهای دلیر ما تبریک عرض می‌دارم. ما از فداکاری‌ها و قهرمانی‌های نیروهای مسلح خویش قدردانی می کنیم. تعهد به وطن، ایثار و قربانی آنان باعث بقای  نظام جمهوری شده و ما امروز نه تنها در جنگ بل در صلح نیز در یک موقف قوی قرار داریم. ملت عظیم افغانستان از فرزندان راستین خویش یعنی نیروهای امنیتی و دفاعی کشور همیشه حمایت و قدردانی می‌کند.
سږکال د کرونا ناروغۍ په خاطر د حج فریضې په ادا کولو کی محدودیت وضع شو، هغو افغانانو چې سږکال یې حج ته د تګ اراده درلوده، متاسفانه دغه فریضه یې ترسره نکړه. خو مطمین یم چې د الله تعالی په دربار کې به د دوی نېک نیت او اراده منظور شوې وی او ثواب به یې ور رسېږی او انشاالله راتلونکی کال کې به حج ته تشریف وړی.
د همدغه محدودیت په خاطر، ارګ چې د ملت کور دی او هر اختر کې به په زرهاوو وطنوال راتلل او هغوی سره به مو په ګډه د اختر لمونځ او مبارکی کوله، نن تش ښکاری. 
هنوز خطر شیوع ویروس کرونا رفع نشده است به همین دلیل از تمام هموطنان خویش می خواهم تا در روزهای عید فاصله اجتماعی و توصیه های وزارت صحت عامه را جدی بیگیرند، تا خدای ناخواسته دوباره مانند عید گذشته شیوع این بیماری افزایش پیدا نکند. از تمام کارمندان صحی به خصوص آنانی که در خط اول مبارز با ویروس کرونا قرار داشتند، ابراز امتنان می کنم  و برای شان صحت و موفقیت می خواهیم.
ګرانو وطنوالو!
خوشبختانه، د پایدارې او با ثباته سولې د راتګ په سر د ملت غوڅ اکثریت متفق دی او د ټولو په منځ کې اجماع شته. همدغې اجماع ته په کتو ما په خپله اوله دوره کې او د دغې دورې په پیل کې له خپل محترم ټیم سره د افغانستان د څلوېښت کلن بحران د پایته رسېدو لپاره بېساری اقدامات وکړل او لا هم سولې ته د ژمنتیا په خاطر حاضر یوو اوچت ګامونه واخلو، تر څو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره ټول خنډونه او بهانې ختمې شی.
زموږ په څلوېښت کلن جنګی تاریخ کې د سولې لپاره زموږ د حکومت مدبرانه او زړور اقدامات تاسې ټول ملت او نړیوالو ته ښکاره او معلوم دی، چې بېساری دی.
دو سال قبل برای نخستین بار اعلان آغاز مذاکرات بدون قید وشرط از سوی حکومت افغانستان صورت گرفت، این خواست مردم ما بود و از این اقدام ما، به سطح کشورهای منطقه و جهان حمایت شد.
دو سال قبل برای نخستین بار در تاریخ چهل ساله جنگ افغانستان ما آتش بس سراسری را اعلام کردیم و تهداب آتش بس را گذاشتیم که خوشبختانه این ابتکار ما  از طرف طالبان نیز پذیرفته شد و امروز شاهد سومین آتش بس سرتاسری هستیم.
زه له نورو مثالونو تېریږم، غواړم همدا تېرو څو اونیو کې د ځینو اقداماتو په اړه ملت ته وضاحت ورکړم. سره له دې چې امریکا سره د طالبانو په توافق کې د افغانستان حکومت طالبانو او دوست هېواد امریکا سره هیڅ کوم تعهد نه درلود، خو موږ  بیا  هم د دې لپاره چې د سولې مذاکرات ژر پېل شی، د طالبانو د غوښتل شوی لېست په اساس د هغوی ۴۶۰۰ زندانیان خوشې کړل.
رهایی ۴۶۰۰ زندانی، قبل از رسیدن به مذاکرات و توافق صلح، در جهان بی مانند است. با وجود انتقادات زیاد، این کار را بخاطری انجام دادیم که تعهد و ظرفیت ملت- دولت خویش را برای رسیدن به صلح پایدار ثابت بسازیم.
موږ د مقابل لوری د هر وړوکی مثبت اقدام په مقابل کې څو قدمه مخکې شوی یوو او نوی نوی اقدامات مو کړی دی. مثلا تېر کوچنی اختر کې مو د طالبانو له خوا د اوربند په ځواب کې ۲۰۰۰ زندانیان خوشې کړل، دا چې طالبانو بیا اوربند ته غاړه اېښې ده، د دې په ځواب کې نن د ښه نیت او د سولې پروسې د چټکتیا په خاطر د طالبانو له راکول شوی لېست علاوه، د ۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول اعلانوم.  دا ۵۰۰ تنه طالب زندانیان د طالبانو له خوا په راکول شوی لېست کې شامل نه دی. په دغه ۵۰۰ طالب زندانیانو کې د افغانستان د ټولو ولایتونو او قومونو ترکیب په نظر کې نیول شوی دی،  دې سره د ټولو خوشې شویو طالبانو شمېر ۵۱۰۰ تنو ته رسېږی.  او د اختر تر څلومې ورځ به دا عملی شی.
ګرانو وطنوالو!
یوه موضوع غواړم د افغانستان عظیم ولس ته روښانه کړم، هغه دا چې: د افغانستان اسلامی جمهوری حکومت ته د طالبانو په ورکول شوی لېست کې ۴۰۰ داسې زندانیان  شامل دی چې د هغوی په اړه د افغانستان ولسمشر د هېواد د اساسی قانون او د جزا قانون په اساس له زندان څخه د هغوی د خوشې کولو صلاحیت نه لری.
خو دا په دې نه معنی نه ده چې موږ په بشپړه توګه ددغو زندانیانو د خوشې کولو په هکله منفی ځواب ورکوو. دا چې په دې هکله زه د منتخب ولسمشر په توګه صلاحیت نه لرم، غواړم په ډېره کمه او نږدې موده کې د افغانستان عظیم ولس ته مراجعه وکړم او له هغوی څخه مشوره وغواړم.
بیا تکراروم زه د دوی د خوشې کولو صلاحیت نه لرم.
زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتی لویه جرګه رابولم، ترڅو د ولس استازی مشوره راکړی او بیا د هغوی د مشورې په اساس موږ فیصله وکړو.  لویه جرګه به په ډېره کمه موده کې لخیره سره ترسره شی. د ملی شورا په محترمو غړو باندې جناب مسلمیار صیب، رییس صاحب ولسی جرگه و همه باندې غږ کوم چې د لویې جرګې لپاره بېرته له خپلو رخصتیو څخه کابل ته راستانه شی، و از تمام خوهران اشتراک همه جانبه شان را خواهان استم.
این کار را به دلیل این انجام می دهم که تمام موانع سر راه صلح را جمهوری اسلامی افغانستان، از بین ببرد. تا چهارم عید ۵۰۰ زندانی طالب را رها می کنیم.  این زندانیان  در بدل اسیران نیروهای امنیتی و دفاعی و افغانان ملکی که نزد طالبان اسیر شده اند، رها می‌شوند.
بالای طالبان مکرراً صدا می کنم تا هرچه زودتر با تیم مذاکراتی جمهوری اسلامی افغانستان گفت وگو ها را آغاز کنند. در جریان مذاکرات بالای زندانیان باقی مانده نیز بحث و تصمیم گرفته خواهد شد.
درنو وطنوالو او د افغانستان عزتمند ولسه!
موږ د طالبانو له لوری د لوی اختر په مناسبت د دې درې ورځو اوربند هرکلی کړی دی او نن بیا له دغه اوربند څخه خپل ملاتړ اعلانوم. ما ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته قومانده کړې ده، چې تر هغو د مقابل لوری څخه کوم عمل تر سره نشی دوی باید په بشپړ دفاعی حالت کې اوسی او اوربند په بشپړه توګه رعایت کړی.
په هر ځل اوربند کې د ولس او حکومت غوښتنه دا وه چې اوربند دې دوامداره او تلپاتې شی، د تېر اختر او د دغه اختر په منځ کې د تاوتریخوالی له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو، مېرمنو، سپین ږیرو، ځوانانو او علماو په ګډون زرګونه تنه په شهادت رسېدلی دی. که طالبانو د ملت دا غوښتنه چې اوربند دی وغځېږی، منلې وای، اوس به دا خلک ژوندی وای. زه د خپل ولس دا غوښتنه بیا تکراروم چې د درې ورځو اوربند دې دوامداره شی.
موږ د خپل دوست هېواد امریکا متحده ایالاتو له رهبری څخه مننه کوو چې دوی د افغانستان روښانه راتلونکی ته ژمن دی. او نن سهار د امریکا محترم د خارجه وزیر دا ژمنه بیا تکرار کړه. دوست هېواد امریکا بار بار دا ژمنه تازه کړې ده چې دوی یو ډموکراټیک، سوکاله، سوله ییز، له ترهګرۍ څخه پاک او با ثباته افغانستان غواړی.له همدغه هدف څخه د پاکستان په شمول د افغانستان  ټولو ګاونډیو او د سیمې هیوادونو هم ملاتړ کړی دی.
کله چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه کابل ته په سفر راغلی و، هغه د افغانستان حکومت ته روښانه کړه چې د پاکستان لیدلوری هم دا دی چې طالبان د افغانستان په جمهوری نظام کې شامل شی.
در اخیر، برای آسیب های اقتصادی که به اثر وضعیت پیش آمده ناشی از شیوع ویروس کرونا در کشور رونما شده است، می خواهم اطمینان بدهم که حکومت افغانستان برنامه های اقتصادی موثر را روی دست دارد تا از این وضعیت به زودترین فرصت انشاالله بیرون شویم و دوباره در همه بخش ها شاهد تحرک باشیم.
در مبارزه علیه فساد به یک تحرک جدی نیاز داریم و موفقیت میثاق امنیتی را خواهان استم.  حکومت با مردم خود تعهد می سپارد که در مبارزه علیه فساد و در مقابل افرادی که امنیت کشور را به خطر می اندازند هر اقدام را با جزئیات با ملت شریک کند. #/مجیب مرزایی

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا