سیاست

پیام محمد اشرف غنی رییس جمهوری ا سلامی افغانستان در مورد تدابیر و اقدامات وقایه یی به خاطر جلوگیری از شیوع ویروس کرونا و مبارزه بر ضد تهدیدهای ناشی از این ویروس

کابل / 28 حمل / باختر بسم الله الرحمن الرحیم درنو وطنوالو، ګرانو خویند او وروڼو! له بده مرغه موږ د کرونا په نامه له یوې داسې وبا سره مخ یوو چې ټولې نړۍ حتا پرمختللو هېوادونو ته یو جدي گواښ دی او د نړۍ دولتونه یې له هغې سره په مبارزه کې له لویو چلنجونو سره مخ کړي دي. د افغانستان حکومت مشرتابه دغه وبا له اولې ورځې جدي گڼلې وه او د دې وبا د پرمختگ منحني سیر او تکامل ته متوجه و. موږ په افغانستان کې حتا د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت مخکې دا وبا جدي گڼلې وه او په هره مرحله کې مو مخکې له مخکې لازم پلانونه درلودل او عملي اقدامات مو کړي دي. له دغې منحني څخه مې هدف دا دی چې په اول پړاو کې ولس په ‌دې قانع شي چې د وبا خپرېدل جدي او حقیقي دی. همدارنگه مو هڅه دا وه چې د هېواد مختلفو ولایاتو، ښارونو او ولسوالیو ته د کرونا ناروغۍ پراختیا تعقیب او پیش بیني کړو. د اوس لپاره همداسې یوې مرحله کې قرار لرو. زموږ له نظره د دغې منحني د جهت راتلونکي پړاوونه به دا وي چې د ناروغۍ د خپرېدو اعظمي او نهايي ټکی چې د فلاکت نقطه ورته ویل کېږي، ارزیابي او پیش بیني کړو او لازم چمتوالی ورته ولرو. د فلاکت یا نهايي نقطې وروسته د پېښو د کموالي مرحله ده او په دغه مرحله کې به هڅه کوو له وبا څخه راپیدا شوي زیانونه جبران کړو، اړمنو خلکو ته دوامداره مرستې ورسوو او په پای کې په مختلفو برخو کې د بیا احیا کارونه ترسره کړو. هموطنان عزیز! خواهران و برادران! به نمایندگی از دولت جمهوری اسلامی افغانستان به هموطنان شریف خود اطمینان می‌دهم که در این شرایط سخت، رهبری حکومت همه روزه با تمام سکتورها تماس‌های دوامدار دارد. طی این تماس ها نه تنها اینکه رهبری حکومت بخاطر وقایه از وبای کرونا هدایات لازم می‌دهد بلکه در پهلوی هدایات؛ تمام ضروریات را برایشان ارسال می دارد و امکانات را فراهم می نماید تا این ویروس را کنترول نموده و علیه آن بگونه درست مبارزه صورت گیرد. ما سر از فردا با جامعه جهانی خصوصاً با سازمان‌های کمک کننده بین‌المللی بحثی را اغاز می نمائیم که چگونه میتوانیم تعهدات قبلی مالی این نهادها و کشورها را در مسیر مبارزه علیه کرونا تعدیل کنیم. در این مورد در جلسات مختلف رهبری دولت بحث صورت گرفته و یک طرح منطقی را اماده نموده‌ایم که انشاالله و تعالی فردا در جلسه کابینه جمهوری اسلامی افغانستان بالای این طرح بحث صورت خواهد گرفت و بعداً تصویب میشود. مخاطبین سخنان امروزی من تمام کارمندان صحی نهادهای دولتی و غیر دولتی اعم از داکتران، پرستاران، پرسونل صحی تمام شفاخانه ها و کلینیک ها، فارمسیست ها، اشپزان و خدمه شفاخانه‌ها میباشند. شما در جنگ علیه دشمن نامریی کرونا در خط مقدم قرار دارید و همه تان سربازان، جانبازان و قهرمانان این جنگ هستید. من و تمام ملت افغانستان بالای شما افتخار می‌کنیم. از تک تک شما تشکر، از خانواده‌های محترم تان تشکر که شما را به این جنگ فرستاده اند و به همه شما صحت و پیروزی میخواهم. برای مصونیت و امتیازات هر چه بیشتر پرسونل طبی و همکاران شان در جلسات فوق العاده کابینه جمهوری اسلامی افغانستان طرز العمل‌ها و لوایح به تصویب رسیده، که طبق آن ادارات و وزارت خانه‌های مربوطه برایشان به طور عاجل رسیدگی می‌کند. ګرانو وطنوالو! د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس به په ټول هېواد کې د تجرید مراکز جوړېږي چې په کرونا ناروغۍ اخته او مشکوک کسان به د روغتیايي پرسونل د لارښوونې په اساس هلته ساتل کېږي. تجرید او قرنطین اوس یو نړیوال نورم دی، د روغتیا نړیوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت د متختصصینو لارښوونې دا دي چې که غواړو د یوې لویې غمیزې مخنیوی وکړو باید کورونو کې پاتې شو، له هر رنگ تجمعاتو او بېځایه تگ راتگ څخه ډډه وکړو. له ټولو وطنوالو هیله لرم چې د روغتیا وزارت خبرتیاوې جداً رعایت کړي. د تجرید او په ښارونو کې د گرځبندیز له کبله زموږ ډېر شمېر هېوادوال بیکاره شوي دي، چې دوی ته د رسیدگۍ لپاره د مرکز په سطحه د ملي انکشاف شرکت له‌ خوا د کارموندنې پروسه تېره اونۍ پيل شوې ده. د کارونو د ایجاد دا لړۍ به په مرکز او ولایتونو کې په تدریجي توگه زیاتېږي، د دغه کارونو روغتیايي شرایط به داسې وي چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په کاري ساحه کې ټول تدابیر نیول شوي وي. درنو هېوادوالو! خوشبختانه موږ افغانان یو بل سره د مرستې او لاسنیوي بډایه فرهنگ لرو، لکه څنگه چې مو پخوا په سختو شرایطو کې یو بل ته لاس ورکړی دی، موږ ټول په کور کلي او کوڅه کې پوهېږو چې څوک او کومه کورنۍ مرستې ته اړتیا لري او تل مو له ناداره گاونډي سره له سخاوته کار اخیستی، هیله ده چې په دغه سختو شرایطو کې اړمنو کورنیو سره یوه مړۍ ډوډۍ مرسته وکړئ. خوشاله یم چې په ځینو ځایونو کې د مرستو نوښتونه پيل شوي، لکه په هرات ولایت کې د ولس له‌ خواغذايي بانک ایجاد شوی او د ننگرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسونو تړه کړې ده چې د حکومت له مداخلې پرته به هم دوی خپلې سیمې کې ناداره کورنیو سره خپله ډوډۍ نیمايي کوي. هیله لرم چې دغه ابتکار د هېواد ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته وغځیږي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب لپاره امنیت شورا ته ځانگړې سپارښتنه شوې ده چې د وسله‌ والو ځواکونو په ټولو صفوفو کې د کرونا د مخنیوي په منظور لازم اقدامات وکړي چې له دوی څخه مننه کوم چې په وخت یې مخکې له مخکې اقدامات کړي دي. د ملگرو ملتونو سازمان سرمنشي او په خاص ډول په سیمه کې ځینو هېوادونو په جنگ کې په ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې د کرونا څخه زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره اوربند وکړي. زه په طالبانو غږ کوم چې د ملگرو ملتونو سازمان، د سیمې هېوادونو، د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحقه غږ ته مثبت ځواب ووايي او جنگ بس او اوربند وکړي. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان تل دې وي افغانستان

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا