سیاست

متن بیانیۀ رئیس جمهورغنی خطاب به ملت

کابل باختر 27 جوزا متن بیانیۀ رئیس جمهورغنی خطاب به ملت درنو وطنوالو! یو ځل بیا درته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او خوشاله یم چې د اوربند له برکته له پرون راهیسې زموږ خلک اختر په ارامه فضا کې نمانځي او خوشاله یم چې اوربند له پراخ ولسي ملاتړ سره مخ شو. ازاین معلوم می‌شود که مردم ما تنها‌وتنها آرامش و امنیت می‌خواهند. این اولین عید است که کودکان افغان پس از سال‌ها، عید را به آرامش سپری می‌کنند و به خاطر آرام به کوچه‌ها، بازارها و پارک‌ها گشت و گذار نموده و از بزرگسالان عیدی می‌گیرند و بهترین عیدی برای کودکان ما، امنیت است. ګرانو هېوادوالو! له معمول سره سم راته نن سهار د ټول هېواد امنیتي راپور راغی، ډېر لنډ و او ژر مې ولوست، ځکه په ټول هېواد کې د خدای (ج) له برکته خیر او خیریت و. له دې معلومه شوه چې اوربند نه یوازې ممکن دی بلکې عملي هم دی. څو ورځې مخکې مو د اوربند لپاره امادګي نیوله، اکثرو شک درلود، دوی فکر کاوه چې اول به طالبان دا ونه مني، بل به دا څنګه عملي کېږي؟ خو له اوربند سره دا شکونه او ابهامات ختم شول او همدارنګه له اوربند سره د ډېرو سیاسیونو او تحلیلګرانو فرضیې غلطې ثابتې شوې. دافغانانو دغه ابتکار ثابته کړه چې استثنايي خلک دي او ډېر هغه کارونه چې په نوره نړۍ کې ناممکن دي دلته واقع کېدای شي. برای صلح در جهان امروزی، راه‌ها و تجربه‌های مختلف وجود دارد که نظر به آن قواعد و نورم‌ها تعیین شده است. وقتی بحث صلح درمیان میاید، اکثر آگاهان ما از همان قواعد یاد می‌کنند. اما تجربه افغان‌های ما کاملا جدید و افغانی است و آتش بس ما، جهان را حیران ساخته است. اینکه هدف اساسی ما صلح می‌باشد، پس نیاز است که مسایل را مشترک حل نماییم و هدف ما از حل مشترک مسایل؛ حکومت افغانستان، مردم و طالبان می‌باشند. دیگر نیاز نیست که جنگ کنیم، از لحاظ دینی و سیاسی نیاز برای جنگ هیچ توجیه شده نمی‌تواند. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر پرون۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړي، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لوري څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شي. موږ همه‌جانبه سولې او مذاکراتو ته حاضر یوو، ټول هغه مسائل او غوښتنې چې د طالبانو او افغان حکومت له خوا مطرح شوي دي، د سولې د مذاکراتو په وخت کې پرې هر اړخیز بحث ته حاضر یوو. د افغانستان حکومت د ګاونډیو هېوادونو له نقش نه نیولې د بهرنیو پوځیانو د حضور، نقش او راتلونکي سرنوشت په سر بحث ته چمتو دی. زموږ مسائل او ستونزې شریکې دي او افغانان حاضر دي چې دا مسائل خپله په ګډه حل کړي. اینکه صلح یک نیاز جدی است در ۲۴ ساعت گذشته معلوم شد که در صفوف حکومت افغانستان و طالبان در مورد صلح اجماع موجود است و همه صلح می‌خواهند. خوشبختانه جامعه‌جهانی هم در مورد صلح افغانستان اجماع دارد. د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتي افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دي. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوي. په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دیني علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړي دي. زه د افغانستان له جیدو علماوو څخه مننه کوم چې خپل تاریخي، دیني او ملي رسالت یې په ښه توګه ترسره کړی دی. دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچني اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوي اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي. اما به قوای مسلح در سراسر کشور هدایت داده می شود تا در مقابل هر نوع حمله و تعرض، برای تامین امنیت مردم، دفاع از وطن امادګي قاطع و همه جانبه را داشته باشند. له افغان وسله والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړي. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبي مرستې او د اړتیا په وخت کې بشري مرستې ورسېږي او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شي. هموطنان گرامی! در شمال، شمال غرب، غرب و جنوب کشور خشک‌سالی شدیدی به وجود آمده‌است که از خاطر آن میلیون‌ها افغان متضرر شدند و دار و ندارشان به خطر مواجه است. در صورتیکه آتش‌بس ادامه پیدا کند، این فرصت مساعد می‌گردد تا همه به شکل مشترک از منابع و انرژی خود برای کمک به مردمی که متضرر شده‌اند، استفاده نماییم تا آرزوی بزرگ مردم ما که صلح و رفاه است، تأمین شود. ازهمه کشورهای منطقه که از پروسه صلح و آتش‌بس در افغانستان حمایت کردند، تشکر می‌کنم و از آنها می‌خواهم تا در میدان عمل هم با ما کمک و همکاری کنند. په پای کې د افغانستان د دیني علماوو څخه یو وار بیا مننه کوم چې په افغانستان کې يې د جنګ، انتحار او انفجار په ضد متفقه فتوا صادره کړه او د دغې فتوا له برکته اوربند ته زمینه مساعده شوه او هیله ده چې د دغې تاریخي فتوا له برکته په ټول هېواد کې دایمي سوله ټینګه شي. د افغانستان له سیاسي قشر، قومي مشرانو او دیني علماوو څخه غواړم چې له دغه تمدید شوي اوربند څخه ملاتړ وکړي او خلک د دغه اوربند د ملاتړ په خاطر بسیج او وهڅوي. در اخیر، به درگاه خدای متعال دست دعا بلند می‌کنیم و از خدای بزرگ می‌خواهیم که ما را با رحم و کرم خویش مورد نوازش خود قرار دهد و دیگر خون هیچ هموطن ما دراین مملکت نریزد. از خداوند متعال می‌خواهیم که دیگر زن، مرد، پیر، جوان، طفل و معلول وطن ما از این پس صدای انتحار، انفجار و فیر مرمی را نشنوند. از خدای متعال عاجزانه می‌خواهیم که بخاطر قربانی افغان‌ها در راه اسلام و عقیده، در دل‌های همه مردم ما فضای اخوت، برادری، همبستگی و اتحاد را حاکم سازد، تا خانه‌های ویران خویش‌را مشترکاً آباد و زمین‎های خشک خود را شاداب و سرسبز سازیم. زنده باد افغانستان یشه سون افغانستان تل دې وي افغانستان ختم/ عبدالخالق

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا